د حیرانتیا خبره دا نه ده چې پاکستان د پخوا په څېر اوس هم له ستونزو او خطرونو سره مخ دی، بلکې د حیرانتیا خبره دا ده چې واکمنې کړۍ له یوې غلطۍ وروسته بله غلطي کوي. د دې په نتیجه کې نه یوازې ستونزې او خطرونه زیاتېږي، بلکې پر ریاستي ادارو د خلکو باور هم کمېږي. د ولس، په ځانګړې توګه د کاروباري طبقې ناهیلي کېدو پاکستان په نړیواله او سفارتي کچه هم د یوازېتوب پر لور روان کړی دی.

 

که وکتل شي، د پاکستان له جوړېدو راهیسې واکمنو کړیو جمهوري نظام هېڅکله د زړه له کومې نه دی منلی. په هر دور کې د سیاسي او جمهوري نظام د ناکامولو هڅې شوې دي. اغېزمن او ولسي ملاتړ لرونکي سیاسي ګوندونه په بېلابېلو ډلو وېشل شوي دي.

 

هغه سیاسي مشران چې د آئین او پارلمان پر بالادستۍ باور لري او غواړي صوبې په اقتصادي او انتظامي توګه پیاوړې او پر خپلو پښو ودرېږي، د غدارۍ له تورونو او مقدمو سره مخ شوي دي. په داسې وخت کې چې د امریکا او ایران د جګړې له امله په سیمه کې حالات سخت ترینګلي دي، واکمنو کړیو په خېبر پښتونخوا کې یوه بله تجربه پیل کړې ده.

 

خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی
خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی

 

په لومړي ګام کې خېبر پښتونخوا په انتظامي توګه په دوو برخو وېشل شوې ده. په یوه برخه کې اته قبایلي ضلعې شاملې دي چې د قیمتي معدني وسایلو زېرمې لري. له دغو ضلعو سره د بنو، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت څلور جنوبي ضلعې هم شاملې شوې دي، څو معدني وسایل د خوندي لارو له لارې پنجاب، کراچۍ او اسلام اباد ته ولېږدول شي.

 

دا څلور ضلعې د خېبر پښتونخوا په تاریخي، سیاسي، جغرافیایي او انتظامي جوړښت کې ځانګړی اهمیت لري. د صوبې له دې انتظامي وېش وروسته د هري پور او اېبټ اباد یو شمېر یونین کونسلونه هم په نااعلان شوې توګه له وفاقي پلازمېنې اسلام اباد سره یو ځای شوي دي. د خېبر پښتونخوا د ځینو شمالي ضلعو په ګډون د یوې بلې انتظامي برخې د جوړولو په اړه هم سلا مشورې روانې دي.

 

وفاقي حکومت له خېبر پښتونخوا څخه ۱۵ لوړپوړي انتظامي افسران بدل کړي
وفاقي حکومت له خېبر پښتونخوا څخه ۱۵ لوړپوړي انتظامي افسران بدل کړي

 

د خېبر پښتونخوا له دې وېش وړاندې واکمنو کړیو د یوې منظمې منصوبې له مخې لومړی پاکستان تحریک انصاف پر صوبه واکمن کړ. کله چې د تحریک انصاف او نورو سیاسي ګوندونو ترمنځ اختلافات تر وروستي حده ورسېدل، نو له تحریک انصاف سره داسې ښکاره مخالفت پیل شو چې په پایله کې یې د دغه ګوند حکومت ختم او په خېبر پښتونخوا کې په یو وخت ګورنر راج او ایمرجنسي نافذ شول.

 

له دې سره آئین، قانون او بشري حقونه معطل او د نویو تجربو لړۍ پیل شوه. په دې کې شک نشته چې له واکه لرې کړل شوی وزیراعلی سهېل افریدي د یوې ژورې دسیسې ښکار شوی دی، خو د دې دسیسې په جوړولو کې د پاکستان تحریک انصاف ځینو مهمو مشرانو او عهده دارانو هم کردار لوبولی او لا یې هم لوبوي.

 

سهېل اپریدي او د هغه د کابینې ځینې غړي په حفاظتي حراست کې دي؛ پولیسو د تحریک انصاف د اتو مشرانو نیول تایید کړل
سهېل اپریدي او د هغه د کابینې ځینې غړي په حفاظتي حراست کې دي؛ پولیسو د تحریک انصاف د اتو مشرانو نیول تایید کړل

 

د سهېل افریدي پر ضد د شوې دسیسې په اړه به وروسته د بحث موقع وي، خو اوس په خېبر پښتونخوا کې روانې تجربې د بحث موضوع ده. پر پاکستان او په ځانګړې توګه پر خېبر پښتونخوا دا ډول تجربه نه لومړۍ ده او نه هم نوې.

 

لومړۍ تجربه برتانوي استعماري واکمنو په ۱۸۶۵ کال کې وکړه. هغه وخت یې د پېښور شاوخوا قبایلي سیمو ته د ازادو قبایلو نوم ورکړ او د ځینو شخصي ګټو پسې روانو قبایلي مشرانو په مرسته یې دغه سیمې له افغانستانه جلا کړې. وروسته برتانوي واکمنو په ۱۸۷۹ کال کې د ګندمک تړون وکړ او د پښتنو د وېش لړۍ یې پیل کړه. د ۱۸۹۳ کال په نومبر کې پر دې وېش وروستۍ مهر ولګېد او د ډیورنډ تړون په نوم یاد شو.

 

وفاقي حکومت: ایمرجنسي په ټوله خېبر پښتونخوا کې نافذه ده، ۱۲ ضلعې به جلا انتظامي نظام لري
وفاقي حکومت: ایمرجنسي په ټوله خېبر پښتونخوا کې نافذه ده، ۱۲ ضلعې به جلا انتظامي نظام لري

 

د دې تړون له مخې په ۱۹۰۱ کال کې اوسنۍ قبایلي سیمې د وفاق تر انتظام لاندې سیمې وګرځول شوې، په داسې حال کې چې د میانوالۍ او اټک ضلعو په ګډون پېښور، ډېره اسماعیل خان او هزاره د یوې صوبې برخه وګرځېدل چې نن د خېبر پښتونخوا په نوم یادېږي.

 

د پاکستان لومړي پوځي واکمن ایوب خان هم پر اقتدار له مستقیم قبضې وړاندې د برابرۍ تر شعار لاندې د بنګال اکثریت په اقلیت بدل کړ. د دې لپاره یې خېبر پښتونخوا، پنجاب، سند، بلوچستان او ازاد ریاستونه په یوه صوبه کې شامل کړل چې مغربي پاکستان ونومول شوه.

 

خېبر پښتونخوا: د ۱۱ کسیزې مشاورتي شورا غړو ته د وزارتونو ذمه وارۍ وسپارل شوې
خېبر پښتونخوا: د ۱۱ کسیزې مشاورتي شورا غړو ته د وزارتونو ذمه وارۍ وسپارل شوې

 

خو په ۱۹۶۹ کال کې د ایوب خان د واکمنۍ له ختمېدو وروسته د پېښور د سردارخېلو جنرل اغا محمد یحیی خان هم د واکمنو کړیو په سیاسي لوبه کې راګېر شو. هغه میانوالۍ او اټک له خېبر پښتونخوا جلا کړل او د نورو دریو صوبو ترڅنګ یې خېبر پښتونخوا هم بېرته بحاله کړه، خو په مالي، انتظامي او سیاسي چارو کې یې تر ډېره پر وفاقي حکومت متکي وساتله.

 

له ایوب خان او جنرل یحیی خان وروسته ضیاءالحق او پروېز مشرف هم د خپلو امریکايي متحدینو د خوښۍ او ګټو لپاره سیاسي او جمهوري ادارې معطل کړې او نوې تجربې یې وکړې. دا ټولې تجربې نه یوازې ناکامې شوې، بلکې د دغو دواړو پوځي واکمنانو پرېکړو هېواد او ولس نور هم شاته بوتلل.

 

د خېبر پښتونخوا د ۱۲ ضلعو د ترقياتي کونسل ۴۸ غړي منظور، پخوانی ګورنر شوکت الله خان یې مشر ټاکل شوی
د خېبر پښتونخوا د ۱۲ ضلعو د ترقياتي کونسل ۴۸ غړي منظور، پخوانی ګورنر شوکت الله خان یې مشر ټاکل شوی

 

د پروېز مشرف د واکمنۍ له ختمېدو وروسته د آئین اتلسم ترمیم جمهوري قوتونو او د وړو صوبو اوسېدونکو ته د پاکستان د راتلونکي په اړه یو څه هیلې پیدا کړې، خو دا هیلې هم ډېرې لنډمهالې وې. د ۲۰۱۰ کال په اپرېل کې د پارلمان له خوا د اتلسم آئيني ترمیم تر متفقه منظورۍ وروسته واکمنو او پټو قوتونو د عدلیې د جسټس افتخار چودري او له کرکټر څخه سیاستوال شوي عمران خان له مقبولیته په ګټې اخیستو یوه بله سیاسي لوبه پیل کړه.

 

د دې لوبې په پایله کې آئین او پارلمان عملاً بې واکه شول او د سیاسي او انتظامي ادارو اهمیت له منځه ولاړ. په همدې موده کې لومړی د پاکستان پیپلز پارټۍ او عوامي نېشنل پارټۍ د ائتلافي حکومت او وروسته د پاکستان تحریک انصاف د حکومتونو پر مهال په خېبر پښتونخوا کې د وسله والو د مخنیوي په نوم داسې قوانین نافذ شول چې ملکي انتظامیه او سیاسي ادارې یې تر ډېره بې واکه کړې.

 

ملک خان مرجان : موږ په غرونو کې له ناستو خلکو او د واک له خاوندانو سره د خپلو سیمو د امن لپاره په رابطه کې یو
ملک خان مرجان : موږ په غرونو کې له ناستو خلکو او د واک له خاوندانو سره د خپلو سیمو د امن لپاره په رابطه کې یو

 

خو له دې ټولو اقداماتو سره سره واکمنې کړۍ خپلو موخو ته د رسېدو په اړه ډاډه نه وې. همدا لامل و چې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۱۱مه یې یوه بله تجربه پیل کړه. په ظاهره د دې تجربې هرکلی وشو، خوشحالۍ وشوې او خواږه ووېشل شول، خو اوس د دې نوې تجربې موخې خطرناکې بلل کېږي. دا یو حقیقت دی چې نه یوازې په اتو قبایلي ضلعو، بلکې د افغانستان په ورڅېرمه سرحدي سیمو کې هم د قیمتي او نایابه معدني وسایلو پراخې زېرمې شته.

 

د دغو معدني وسایلو د راایستلو او امریکا او چین ته د سپارلو لپاره به د بنو، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت خوندي لارې کارول کېږي. د همدې موخو لپاره د ۱۲ ضلعو د انتظامي چارو د چلولو په خاطر د ۴۸ غړو یوه شورا جوړېږي.

 

د خېبر پښتونخوا په ۱۲ ضلعو کې د وسله والو ولسي لښکرو د جوړولو په اړه په ړومبۍ غونډه کې اتفاق ونه شو
د خېبر پښتونخوا په ۱۲ ضلعو کې د وسله والو ولسي لښکرو د جوړولو په اړه په ړومبۍ غونډه کې اتفاق ونه شو

 

د دې شورا د مشر او مرستیال په ګډون ځینې غړي له طالب وسله والو سره اړیکې لري. یو یا دوه کسان په تېر وخت کې د طالبانو په لیکو کې هم پاتې شوي او اوس د هغو امن کمېټو مهم غړي دي چې د «ښه طالبانو» په نوم پېژندل کېږي. د بنو او لکي مروت امن غوښتونکو خلکو د همدې کمېټو پر ضد په خپله اقدامات پیل کړي دي.

 

بل لور ته، پاکستان له تېر یوه کال راهیسې پر افغانستان پرله‌پسې هوايي بریدونه کوي. موخه یې دا ده چې په افغانستان کې واکمن طالبان، چې یو وخت د پاکستان د واکمنو کړیو ډېر نږدې وو، په خپلو کورنیو او بهرنیو تګلارو کې د پاکستان تابع کړي. دا هم ویل کېږي چې پوځي واکمنو اوس د افغانستان دننه، له ارندو چتراله تر هراته پورې، د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د پخوانیو قبایلي سیمو په څېر د یوې حایل سیمې د جوړولو پرېکړه کړې ده.

 

خو په تېر یوه کال کې د افغانستان واکمن طالبان د تسلیمېدو پر ځای نور هم سرزوري شوي دي. په همدې موده کې چین د واخان دهلېز د جوړولو کار بشپړ کړی او افغانستان له ایران، ترکیې، د منځنۍ اسیا له هېوادونو او روسیې سره هم سوداګریزې اړیکې ټینګې کړې دي. اوس افغانستان د سوداګرۍ لپاره د پخوا په پرتله ډېر کم پر پاکستان متکي دی.

 

ګورنر فیصل کریم کونډي: وفاقي حکومت د خېبر پښتونخوا لپاره د ۱۶۰ اربه روپو پېکج اعلان کړی
ګورنر فیصل کریم کونډي: وفاقي حکومت د خېبر پښتونخوا لپاره د ۱۶۰ اربه روپو پېکج اعلان کړی

 

دا هم یو حقیقت دی چې په افغانستان کې د طالبانو مشرتابه لا هم له پاکستان سره نرم دریځ لري، خو د افغانستان د خلکو لویه برخه له پاکستانه سخته ناهیلې او بدګومانه شوې ده. دا حالت د پاکستان په ګټه نه دی. په خېبر پښتونخوا کې د روانې نوې تجربې په اړه د افغانستان د واکمنو طالبانو او په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغان سیاسي مشرانو چوپتیا هم د پام وړ ده.

 

یو شمېر قام پرستو او مذهبي سیاسي ګوندونو په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج، ایمرجنسي او د صوبې د وېش مخالفت کړی دی. خو د مسلم لیګ نون، پیپلز پارټۍ او جماعت اسلامي په څېر د ځینو ګوندونو چوپتیا د نیمې رضا په معنا اخیستل کېږي. واکمنې کړۍ له همدې حالته په ګټې اخیستو د خپلې منصوبې د عملي کولو لپاره په منظم ډول وړاندې روانې دي.

 

اوس به کتل کېږي چې دا حالت به تر کومه دوام وکړي. د تېرو تجربو پایلو ته په کتو د دې نوې تجربې د کامیابېدو امکان ډېر کم ښکاري.