نوښار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي د اتوار په ورځ د نوښار په مانکي شریف سیمه کي د وزیراعظم له سلاکار او پخواني اعلا وزیر پروېز خټک سره لیدلي او د صوبې د امن، پرمختګ او سیاسي حالاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

 

له ملاقات وروسته خبریالانو سره په خبرو کي ګورنر فیصل کریم کونډي وویل چې په خېبر پښتونخوا کي د امن ټینګول، د وسله والو بریدونو مخنیوی او د صوبې پرمختګ د دوی په لومړیتوبونو کي شامل دي.

 

نوموړي وویل چې د خېبر پښتونخوا پر حقونو به له هیچا سره جوړجاړی ونه کړي او د صوبې د ستونزو د هواري لپاره به ټول سیاسي مشران له ځان سره ملګري کړي.

 

ګورنر وویل چې د اېن اېف سي اېوارډ له لارې صوبې ته د ورکړل کېدونکو پیسو او د لویو پرمختیايي منصوبو په اړه یې د اېپکس کمېټۍ په غونډه کي هم په تفصیل خبرې کړې دي.

 

هغه زیاته کړه چې د پروېز خټک په ګډون یې له بېلابېلو سیاسي مشرانو سره لیدلي او هڅه کوي چې د صوبې د حقونو او پرمختګ لپاره ټول په ګډه کار وکړي. د فیصل کریم کونډي په وینا، د خېبر پښتونخوا د پرمختګ لپاره ضروري ده چې شته وسایل په سمه توګه وکارول شي.

 

بلخوا، د ملاقات په اړه سرچینو شال نیوز ته ویلي چې ګورنر له پروېز خټک څخه په صوبه کي د امن د ټینګښت لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې ده. د سرچینو په وینا، پروېز خټک ګورنر ته باور ورکړی چې د امن او د صوبې د پرمختګ لپاره به ورسره هر ډول همکاري کوي.