لنډي کوتل (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف مشرانو ویلي چې د دوی یو کارکن حاجي ضرب الله، چې په حاجي بابا مشهور دی، د لنډي کوتل په بازار کې د یوې خبري غونډې وروسته پولیسو له ځان سره بیولی، خو درې ورځې تېرېدو باوجود یې لا درک نه دی لګېدلی.

 

د تحریک انصاف مشر او د جمرود تحصیل د چیئرمېن د څوکۍ پخواني امیدوار محمد صدیق افریدي د خېبر ضلعي پرېس کلب لنډي کوتل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې که حاجي ضرب الله په کوم جرم کې ککړ وي، نو پولیس دې هغه عدالت ته وړاندې کړي.

 

په دې خبري غونډه کې د تحریک انصاف د جمرود تحصیل صدر محمد اشفاق افریدي او عبدالله هم موجود وو. محمد صدیق افریدي وویل چې حاجي ضرب الله د قومي اسمبلۍ د غړي اقبال افریدي د مبینه تښتولو په اړه خبري غونډه کړې وه او له هغې وروسته پولیسو د لنډي کوتل له بازاره له ځان سره بیولی و.

 

نوموړي پوښتنه وکړه چې که حاجي ضرب الله پولیسو نیولی وي، نو اوس چېرته دی او چا ته سپارل شوی دی؟ د هغه په وینا، د حاجي ضرب الله کورنۍ هم د نوموړي د ځای په اړه معلومات نه لري او پولیس هم له دې پېښې بې خبري څرګندوي.

 

محمد صدیق افریدي وویل چې هغه د قومي اسمبلۍ د غړي اقبال افریدي د فوکل پرسن حجرې ته ورغلی او هلته یې له کورنۍ سره لیدلي، خو هغوی هم د حاجي ضرب الله په اړه معلومات نه لرل.

 

نوموړي وویل چې د قانون د عملي کولو ذمه واري د پولیسو ده او هغوی باید وضاحت ورکړي چې له ایف آی آر او قانوني جواز پرته یو کس په کوم اختیار نیول کېدای شي. هغه زیاته کړه چې د تحریک انصاف کارکنان د پاکستان وګړي دي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به قانوني لارې خپلوي.

 

محمد صدیق افریدي د خېبر پښتونخوا له وزیراعلی محمد سهیل افریدي سره د مبینه ناسم چلند او د قومي اسمبلۍ د غړي اقبال افریدي د مبینه تښتولو یادونه هم وکړه. هغه وویل چې سیاسي اختلافات باید د خلکو د نیولو او د هغوی د غږ د غلي کولو سبب ونه ګرځي.

 

اسد قیصر: په خېبر پښتونخوا کې شاوخوا دوه زره سیاسي فعالان نیول شوي
اسد قیصر: په خېبر پښتونخوا کې شاوخوا دوه زره سیاسي فعالان نیول شوي
محمود خان اڅکزی: سهېل اپرېدی او زموږ د اسمبلۍ غړي چېرته دي، ژوندي دي که نه؟
محمود خان اڅکزی: سهېل اپرېدی او زموږ د اسمبلۍ غړي چېرته دي، ژوندي دي که نه؟

 

د تحریک انصاف دغه مشر خبرداری ورکړ چې که حاجي ضرب الله ته کوم زیان ورسېد، نو ذمه واري به یې پر پولیسو وي. نوموړي وویل چې د حاجي ضرب الله د بې درکۍ په اړه به عدالت ته ځي او له قانوني لارې به د پولیسو نه ځواب غواړي.

 

هغه د خېبر له پولیسو وغوښتل چې د حاجي ضرب الله د نیولو او اوسني ځای په اړه دې سمدستي وضاحت ورکړي او که نوموړی د کوم جرم په تور نیول شوی وي، نو عدالت ته دې وړاندې کړل شي.

 

د حاجي ضرب الله د نیولو او بې درکۍ په اړه د تحریک انصاف د مشرانو څرګندونې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې او د خېبر پولیسو رسمي دریځ هم نه دی ترلاسه شوی.