کابل : العربیه شبکې د طالبانو د حکومت د یو لوړپوړي چارواکي له قوله ویلي دي چې د کورنیو چارو وزیر ،سراج الدین حقاني، د جولایۍ په ۲۹مه، د پکتیا ولایت په یوه غرنیزه او لیرې پرته سیمه کې له خپلو نږدې پوځي قوماندانانو او د بدري ۳۱۳ ځانګړې قطعې له قومندان سره دوه ورځنۍ غونډه کړې ده.
د راپور له مخې، غونډه د سختو امنیتي تدابیرو لاندې شوې وه او ګډونوالو ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې ګرځنده ټیلیفونونه له ځان سره د غونډې ځای ته یوسي.
سرچینې ویلي دي، چې غونډه د پکتیا په هغه غرنۍ سیمه کې شوې چې له ابادو سیمو لرې ده او د حقاني د کورنۍ له ټاټوبي سره تړاو لري. خو نوموړي نه دي ویلي چې د رسمي حکومتي دفترونو پر ځای ولې دغه لیرې سیمه غوره شوې وه.
په غونډه کې د حقاني له پوځي جوړښت سره تړلو یو شمېر قوماندانانو ګډون کړی و، خو سرچینې د بحث شوو موضوعاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د العربیه د راپور له مخې، د بدري ۳۱۳ ځانګړې قطعې قومندان هم د غونډې له مهمو ګډونوالو څخه و. ځینې اټکلونه دا قومندان حافظ عزیز الدین حقاني، د سراج الدین حقاني ورور، ګڼي، خو په دې اړه خپلواکه او رسمي تایید نه دی شوی.
بدري ۳۱۳ د طالبانو له هغو ځانګړو ځواکونو څخه شمېرل کېږي چې ښه روزنه او وسایل لري. دا قطعه د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د حقاني شبکې له خوا جوړه شوې وه او د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کورنیو چارو وزارت په تشکیلاتو کې شامله کړل شوه.


شال نیوز