نیویارک (شال نیوز) : د امریکا یوه وفاقي عدالت هندي وګړي نکھل ګپتا ته په نیویارک کې د سېک بېلتون غوښتونکي مشر ګورپتونت سېنګ پنون د وژلو د منصوبې په قضیه کې د ۱۹ کلونو او اوو میاشتو قید سزا اورولې ده.
د امریکا د څارنوالانو په وینا، ۵۵ کلن ګپتا د هند د یوه حکومتي چارواکي په لارښوونه د پنون د وژلو لپاره د اجرتي قاتل د ګمارلو هڅه کړې وه، خو دغه منصوبه د امریکايي امنیتي ادارو له خوا شنډه شوه.
ګپتا د روان کال په فرورۍ کې په عدالت کې د اجرتي وژنې د منصوبې او ورسره د تړلو سازشونو تورونه منلي وو. د امریکايي څارنوالانو د معلوماتو له مخې، ګپتا په ۲۰۲۳ کال کې د پنون د وژلو لپاره د یو لک امریکايي ډالرو معامله کړې وه. د دې پیسو یوه برخه د مخکېني ادایګۍ په توګه هم ورکړل شوې وه.
څارنوالانو ویلي چې ګپتا نه پوهېده چې کوم کس یې د قاتل په توګه ګمارلی، هغه په اصل کې د امریکا د نشه يي توکو پر ضد ادارې یو پټ مامور و.
د امریکا د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې منصوبه کې د هند د حکومت د یوه پخواني چارواکي وکاش یادو نوم هم راغلی دی. امریکايي څارنوالان ادعا کوي چې یادو له ګپتا سره په اړیکه کې و او د پنون د وژلو لپاره یې ورته لارښوونې کولې.
امریکايي چارواکو پر وکاش یادو هم تورونه لګولي، خو د هغه قضیه له ګپتا څخه جلا ده او نوموړی لا د امریکا عدالت ته نه دی وړاندې شوی.
نکھل ګپتا د ۲۰۲۳ کال په جون کې په چک جمهوریت کې د امریکايي چارواکو په غوښتنه ونیول شو. نوموړی د ۲۰۲۴ کال په جون کې امریکا ته وسپارل شو او له هغه وروسته یې په نیویارک کې قضیه روانه وه.
ګورپتونت سېنګ پنون د امریکا تابعیت لري او د سېکانو د بېلتون غوښتونکي خالصتان تحریک له مهمو مشرانو څخه دی. دغه تحریک د هند په پنجاب ایالت کې د سېکانو لپاره د یوه خپلواک هېواد جوړولو غوښتنه کوي.
د هند حکومت پنون ترهګر اعلان کړی، خو نوموړی په امریکا کې خپلو سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکوي. د هند حکومت په دې منصوبه کې د خپلې رسمي ښکېلتیا ادعا رد کړې ده. نوي ډیلي ویلي چې په بهرنیو هېوادونو کې د سیاسي مخالفینو د وژلو هڅې د هند د حکومت د پالیسۍ برخه نه دي.
د ګپتا قضیې د امریکا او هند ترمنځ د سفارتي اړیکو په اړه هم پوښتنې راپورته کړې دي. امریکايي چارواکي وايي، د امریکا پر خاوره د یوه کس د وژلو لپاره د منصوبې جوړول د دغه هېواد له قوانینو او حاکمیت څخه جدي سرغړونه ده.
دا قضیه په داسې وخت کې مخې ته راغلې وه چې کاناډا هم د سېک مشر هردیپ سېنګ نجر د وژنې په تړاو د هندي حکومتي کسانو د احتمالي لاس لرلو تورونه مطرح کړي وو.
نجر د ۲۰۲۳ کال په جون کې د کاناډا په برټش کولمبیا ایالت کې د سېکانو له یوه عبادتځای بهر په ډزو وژل شوی و. د کاناډا هغه مهال لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي وو چې د نجر په وژنه کې د هندي حکومتي کسانو د احتمالي لاس لرلو په اړه یې باوري معلومات ترلاسه کړي دي.
هند دغه تورونه رد کړي وو او د کاناډا څرګندونې یې بې بنسټه بللې وې. د نیویارک د عدالت وروستۍ پرېکړه د نکھل ګپتا د جرمي مسئولیت په اړه ده. په دې پرېکړه کې د هند د حکومت رسمي ښکېلتیا نه ده ثابته شوې، خو امریکايي څارنوالانو د دې منصوبې په تړاو د یوه هندي حکومتي چارواکي د رول ادعا کړې ده.


شال نیوز