اسلام اباد (شال نیوز) : په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفیر، سردار احمد شکېب د نومبر ۱۹مه په اسلام‌اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي آر) نوې مشرې، نوریکو تاکاګي سره په لیدنه کې ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې له پاکستان څخه له ۸۵ تر ۹۰ سلنه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

 

په دې لیدنه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت، د کوربه هېواد پر اقداماتو، افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنېدو پر بهیر او په افغانستان کې د هغوی د مېشتېدو په اړه خبرې شوې دي. سردار احمد شکېب ویلي، د دوی حکومت تل د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو هرکلی کړی او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره یې د هغوی د ستونزو د حل او خدمتونو وړاندې کولو هڅې کړې دي.

 

نوموړي ټینګار کړی چې د افغان کډوالو اړوند چارې باید د ښکېلو لورو ترمنځ د ګډ میکانېزم او سلا مشورو له لارې پر مخ ولاړې شي څو د هغوی له ځورونې مخنیوی وشي او بشري حقونه، انساني کرامت او عزت یې خوندي پاتې شي.

 

ورته مهال، نوریکو تاکاګي ویلي، هڅه به وکړي چې د افغان کډوالو ستونزې په سمه توګه درک کړي او د ټولو اړوندو لورو په همغږۍ د دغو ستونزو د حل لپاره مناسبې لارې چارې ولټوي. ياده دې وي چې تاکاګي له تېرو څو ورځو راهیسې په پاکستان کې له بېلابېلو چارواکو او مېشتو ډيپلوماتانو سره لیده کاته کوي او د پاتې او زیانمنونکو افغان کډوالو د ستونزو د حل هڅې کوي.