واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان ضلعې د پولیسو مشر شاه حسن د شکۍ تاڼې، انظر چینې پولیس پوستې او شکۍ بازار دوره کړې او هلته یې د امنیتي او انتظامي چارو جاج اخیستی دی.

 

د ضلعې پولیسو د معلوماتو له مخې، شاه حسن د شکۍ تاڼې د نوې جوړېدونکې ودانۍ معاینه کړې او د تعمیراتي کارونو د پرمختګ په اړه یې معلومات ترلاسه کړي دي.

 

نوموړي د تاڼې سرکاري ریکارډ، روزنامچه، د پولیس اهلکارو بیرکونه، وسلې او مهمات هم کتلي او له اهلکارو سره یې د هغوی د ستونزو او سهولتونو په اړه خبرې کړې دي.

 

د شکۍ تاڼې اېډیشنل اېس اېچ او سلیمان خان د تاڼې د انتظامي چارو او امنیتي صورتحال په اړه ډي پي او ته بریفنګ ورکړی دی. وروسته شاه حسن د شکۍ بازار دوره کړې او هلته یې د امنیتي انتظاماتو جاج اخیستی دی. په دې موقع نائب تحصیلدار زمان خان هم ورسره ملګری و.

 

د پولیسو په وینا، شاه حسن په بازار کې د سکول له ماشومانو سره هم لیدلي، خبرې یې ورسره کړې او زده کړو ته یې هڅولي دي. په دې دوره کې لائن افسر عثمان خان وزیر، د شولام پولیس کمپلېکس انچارج سب انسپکټر عثمان خان محسود او یعقوب خان هم ورسره ملګري وو.

 

ډي پي او شاه حسن پولیس افسرانو او اهلکارو ته هدایت کړی چې خپلې دندې په ذمه وارۍ ترسره کړي او د خلکو د ځان او مال د ساتنې لپاره امنیتي انتظامات لا ښه کړي. نوموړي له ولس سره د پولیسو پر ښو اړیکو او د خلکو د ستونزو پر هوارولو هم ټینګار کړی دی.