لاهور (شال نیوز) : د پنجاب په سرښار لاهور کې پولیسو د سکولونو او نورو تعلیمي ادارو مخې ته ځانګړې پوستې جوړې کړې دي او زده کوونکي سکولونو ته له داخلېدو وړاندې خپل بېګونه د تلاشي لپاره پولیسو ته سپاري.
د پنجاب د کرائم کنټرول ډیپارټمنټ (سي سي ډي) چارواکي وايي، د دې اقدام مقصد سکولونو ته د سګرټو، برېښنايي سګرټو (وېپ)، نشه يي توکو او نورو منع شویو شیانو د وړلو مخنیوی دی.
د سي سي ډي ویاند ویلي چې په لاهور کې د بېلابېلو سکولونو مخې ته ځانګړې ډلې ګمارل شوې دي، څو زده کوونکي له نشه يي توکو او سګرټو څکولو څخه وساتل شي.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د پولیسو اهلکار د سکولونو مخې ته ولاړ دي، د زده کوونکو بېګونه ګوري او له تلاشي وروسته هغوی سکولونو ته ننوځي.
چارواکي وايي، په ځوانانو کې د سګرټو او وېپ د استعمال د مخنیوي لپاره یې دا لړۍ پیل کړې ده. وېپ یوه برېښنايي اله ده چې ډېری وخت نیکوټین لرونکی مایع مواد په بخار بدلوي. نیکوټین د روږدي کېدو سبب ګرځي او استعمال یې په ځانګړي ډول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو روغتیا ته زیان رسولی شي.
د سکولونو مخې ته د بېګونو د تلاشي دا لړۍ په داسې وخت کې پیل شوې چې د لاهور پولیسو په ښار کې د وېپ، شیشې او نورو نشه يي توکو د غیرقانوني خرڅلاو پر ضد عملیات هم زیات کړي دي.
د نومبر په ۱۶مه پولیسو د لاهور په بېلابېلو سیمو کې د وېپ او شیشې د خرڅلاو پر ضد عملیات وکړل. د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې ۲۶ کسان نیول شوي او ۲۵ مقدمې درج شوې دي. په نیول شویو کسانو کې ۱۳ د سول لائنز، اووه د ماډل ټاون، پنځه د صدر او یو د اقبال ټاون له سیمې څخه وو.
پولیسو د سول لائنز په سیمه کې د پان په یو شمېر دوکانونو هم چاپې وهلې او لس کسان یې د شیشې د موادو او وېپ د غیرقانوني خرڅلاو په تور نیولي دي. پولیس وايي، له دغو دوکانونو یې د شیشې مواد، وېپ او نور اړوند سامانونه ترلاسه کړي دي.
د لاهور د پولیسو د عملیاتو مرستیال مشر، ډي آئي جي فیصل کامران، ویلي چې د ځوان نسل له نشه يي توکو څخه ساتل د پولیسو، والدینو او تعلیمي ادارو ګډ مسئولیت دی.
نوموړي له والدینو او استادانو غوښتي چې په دې برخه کې له پولیسو سره همکاري وکړي او زده کوونکي د سګرټو، وېپ او نورو نشه يي توکو له زیانونو خبر کړي. بلخوا د پنجاب حکومت په سکولونو کې د نشه يي توکو د استعمال د مخنیوي لپاره د پوهاوي ځانګړی کمپاین هم اعلان کړی دی.
د دې کمپاین له لارې به زده کوونکو ته د سګرټو، وېپ او نشه يي توکو د استعمال د زیانونو په اړه معلومات ورکول کېږي. د لاهور د سکولونو مخې ته د زده کوونکو د بېګونو تلاشي د ماشومانو د شخصي حریم او د پولیسو د قانوني واک په اړه پوښتنې هم راپورته کړې دي.
په دې اړه لا نه ده څرګنده چې پولیس د کومو ځانګړو اصولو له مخې د زده کوونکو بېګونه تلاشي کوي او ایا د سکولونو انتظامیې او والدین هم په دې بهیر کې شامل دي.
تر اوسه د پنجاب چارواکو نه دي ویلي چې د لاهور په څو سکولونو کې د تلاشي لړۍ پیل شوې، په دغو تلاشیو کې څومره منع شوي شیان ترلاسه شوي او ایا دا اقدامات به د پنجاب نورو ښارونو ته هم وغځول شي.
دا هم نه ده څرګنده چې د سکولونو مخې ته د زده کوونکو د بېګونو د تلاشي لړۍ به تر کومې مودې دوام وکړي.


شال نیوز