لنډي کوتل (شال نیوز) : د خیبر ضلعې په لنډي کوتل بازار کې د رنګړ سیمې د ۴۰۷ نمبر خسرې د ځمکې پر ملکیت لانجه راپورته شوې ده. د ځمکې د ملکیت دعوه کوونکي شان علي کرم خېل پر تحصیلدار لنډي کوتل تیمور اپریدي تور لګولی چې د دوی پر ځمکه د قبضې هڅه کوي او د فشار راوړلو لپاره یې د دوو کم عمره ماشومانو پر ضد مقدمه هم درج کړې ده.

 

شان علي کرم خېل د خپلو ملګرو په ګډون د لنډي کوتل په ډسټرکټ پریس کلب خیبر کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د رنګړ سیمې د ۴۰۷ نمبر خسرې ځمکه د دوی شخصي ملکیت دی او په دې اړه یې مقدمه په عدالت کې روانه ده.

 

نوموړي ادعا وکړه چې تحصیلدار تیمور اپریدی د دوی پر ځمکه د قبضې هڅه کوي او په بېلابېلو لارو پرې فشار اچوي چې له خپلو قانوني حقونو تېر شي. شان علي کرم خېل وویل چې تېره ورځ د دوو کم عمره ماشومانو پر ضد د ایف آی آر درج کول ناانصافي ده. د هغه په وینا، د دې مقدمې مقصد پر دوی فشار راوړل دي چې د ځمکې د ملکیت له دعوې لاس واخلي.

 

هغه زیاته کړه چې تحصیلدار تیمور اپریدی له تېرو پنځو کلونو راهیسې په لنډي کوتل کې پر همدې څوکۍ دنده ترسره کوي او ادعا یې وکړه چې نوموړی ورته ګواښونه کوي. شان علي کرم خېل له خلکو، دوکاندارانو او سوداګرو وغوښتل چې د عدالت تر پرېکړې پورې دې د رنګړ سیمې د ۴۰۷ نمبر خسرې په ځمکه کې له پېر او پلور، د دوکانونو له جوړولو، پانګونې او قبضې کولو ډډه وکړي.

 

نوموړي وویل چې دوی د پاکستان اساسي قانون او نورو قوانینو ته درناوی لري او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره یې قانوني لاره غوره کړې ده. شان علي کرم خېل د پاکستان د پوځ له مشر، د خیبر پښتونخوا له ګورنر، چیف سېکرټري او نورو اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې تحصیلدار تیمور اپریدی دې له خپلې څوکۍ بدل کړي، د ځمکې د ملکیت د لانجې او پر دوی د فشار راوړلو د تورونو دې بې پرې تحقیقات وکړي او د دوی قانوني حقونه دې خوندي کړي.

 

د شان علي کرم خېل د دغو تورونو په اړه د تحصیلدار تیمور اپریدي او د ضلعې انتظامیې دریځ لا نه دی ترلاسه شوی. د ځمکې د ملکیت په اړه وروستۍ عدالتي پرېکړه هم نه ده شوې.