کابل (شال نیوز) : د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، دوی د افغانستان  رسنۍ د طالبانو د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو او خپرنیزې تګلارې له مخې اداره کوي. د دې وزارت ویاند، خبیب غفران وايي، په تېرو پنځو کلونو کې یې په افغانستان کې تر ۲۰۰ ډېرو رسنیو ته د فعالیت جوازونه صادر کړي دي.

 

غفران ادعا کړې چې په افغانستان کې د رسنیو فعالیتونو پرمختګ کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه وزارت د رسنیو د ملاتړ او د هغوی د ستونزو د حل لپاره بېلابېل پروګرامونه او اقدامات په پام کې نیولي دي.

 

خو دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو په نیولو، پر خپرونو د پراخو محدودیتونو په لګولو او د سلګونو رسنیو په تړلو سره په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د فعالیت چاپېریال سخت محدود کړی دی.

 

په دغه موده کې سلګونه خبریالان هم د ګواښونو، فشارونو او د نیول کېدو له وېرې له افغانستان څخه وتلي او یا اړ شوي چې خپل مسلکي فعالیتونه ودروي. د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز د طالبانو له هغو محدودیتونو څخه دی چې پر رسنیو یې لګولی دی.

 

یاد بندیز چې لومړی په کندهار کې پیل شو، وروسته د افغانستان تر ۲۰ ډېرو ولایتونو وغځېد او له امله یې د لسګونو ټلوېزیونونو فعالیتونه درېدلي یا اړ شوي چې خپلې خپرونې په راډیويي بڼه وړاندې کړي.

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د روان کال د تلې میاشتې په خپل درې‌ میاشتني راپور کې ویلي وو چې طالبانو د جولای، اګست او سپټمبر میاشتو په ترڅ کې د څلورو رسنیو فعالیتونه ځنډولي او یو شمېر خبریالان یې په خپلسري ډول نیولي دي.

 

بل پلو، د افغانستان د خبریالانو مرکز تېر کال په یوه راپور کې ویلي وو چې په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو د بندیز پراخېدو په یوه کال کې د لږ تر لږه ۳۲ ټلوېزیونونو د فعالیت د درېدو لامل شوی دی.

 

د ياد شوپ مرکز په وینا، په تړل شویو ټلوېزیونونو کې د ۲۰ ولایتونو د ملي ټلوېزیون سیمه‌ییزې څانګې او ۱۲ خصوصي ټلوېزیونونه شامل وو.