کابل (شال نیوز) : د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده پر فرمانونو او محدودیتونو نیوکه کړې او واکمني یې د پخواني کمونیستي رژیم د مشر نورمحمد ترهکي له واکمنۍ سره پرتله کړې او وايي، د هغه دورې څخه اوس د فرمانونو شمېر لوړ شو.
معنوي پر خپل اېکس ویلي، افغانستان اوس د یوه کس په فرمانونو اداره کېږي او د هبتالله مداخلې تر سیاسي او قضايي چارو هاخوا د خلکو زدهکړو، کلتور، اقتصاد او شخصي ژوند ته هم غځېدلې دي.
هغه وايي: “د فرمانونو خاوره او فرمانمنونکی ملت. د ملاهبتالله فرمانونه د نورمحمد ترهکي له فرمانونو ډېر شول.” د هغه په وینا، طالبان د بېوزلۍ، بېکارۍ، فساد، امنیت، روغتیا او بیارغونې پر ځای د خلکو د شخصي ژوند په کنټرول بوخت دي.
نوموړي د خپرو شویو شمېرو له مخې ویلي، د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۵ کال تر پایه طالبانو ۲۵۱ لیکلي او شفاهي فرمانونه، کړنلارې او لارښوونې صادرې کړې دي، چې د خلکو حقونه او ازادۍ محدودوي.
معنوي د نجونو پر زدهکړو بندیز، د ښځو پر کار او ټولنیز حضور محدودیتونه، د رسنیو سانسور او د شطرنج او شاعرۍ پر فعالیتونو بندیزونه د دغو محدودیتونو بېلګې بللې دي.
هغه همداراز د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د طالبانو د محکمو د جزايي اصولنامې تصویب ته په اشارې ویلي، چې دغه ۱۱۹ مادهییز سند د بدني سزاوو، بند او اعدام حکمونه لري او ځینې مادې یې د ښځو او ماشومانو د حقونو په اړه اندېښنې راپورته کوي.
معنوي ټینګار کړی چې د یوه کس اراده باید د یوه ملت د حقونو او قانون ځای ونه نیسي او افغانستان مشروع اساسي قانون، ځوابویونکي نظام، عدالت، ازادۍ او په سیاسي چارو کې د خلکو ګډون ته اړتیا لري.


شال نیوز