ننګرهار (شال نیوز) : د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د مالټو د پیداوار د زیاتېدو تمه څرګنده شوې ده. د دولتي شرکتونو د عمومي ریاست چارواکي وايي، سږ کال به په دغه ولایت کې د مالټو پیداوار ۸ زره ۶۲۳ مېټرک ټنو ته ورسېږي.

 

د یاد ریاست ویاند محمد نبي بهار ویلي چې تېر کال د ننګرهار وادي زرعي دولتي شرکت تر انتظام لاندې په څلورو فارمونو کې له پنځو زرو تر پنځه نیم زره مېټرک ټنو پورې مالټې پیدا شوې وې.

 

د هغه په وینا، د باغونو ښه ساتنه، د زرعي ماهرینو تخنیکي لارښوونې او د مزدورانو محنت هغه مهم عوامل دي چې سږ کال یې د پیداوار د زیاتېدو تمه پیدا کړې ده. بلخوا د ننګرهار باغوانان وايي، له پاکستانه د مالټو د درآمد بندېدو او د تورخم لارې د تړل کېدو له امله په مقامي مارکیټونو کې د افغان مالټو غوښتنه زیاته شوې ده.

 

د فضل الرحمان رحماني په نوم یو باغوان وايي، په ۳۰ جریبه ځمکه یې د مالټو باغ جوړ کړی او سږ کال یې د تېر کال په پرتله زیاتې مالټې پیدا شوې دي. هغه له چارواکو غوښتنه کړې چې شاړې او غیرآبادې ځمکې خلکو ته د کرکیلې لپاره ورکړي، څو باغونه زیات او خلکو ته د روزګار موقعې برابرې شي.

 

یو بل باغوان سردار وايي، تېر کال د تورخم لارې د بندېدو له امله پاکستانۍ مالټې افغانستان ته نه راتلې، چې ورسره په مقامي مارکیټونو کې د افغان مالټو قیمتونه ښه شول. د هغه په وینا، سږ کال هم د زیات پیداوار او ښه قیمتونو تمه لري.

 

د ننګرهار وادي زرعي دولتي شرکت د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۵ زره جریبه ځمکه د مالټو باغونو نیولې ده او د مالټو دوه قسمونه پکې پیدا کېږي. په ننګرهار کې د مالټو خرڅوونکي هم وايي چې د مقامي مېوو خرڅلاو د دوی د روزګار مهمه ذریعه ده.

 

د عبدالله په نوم یو خرڅوونکی وايي، د سړک پر غاړه مالټې خرڅوي او له همدې لارې د خپلې کورنۍ خرڅ پوره کوي. هغه له خلکو غوښتي چې د بهرنیو مېوو پر ځای مقامي مېوې واخلي، څو باغوانانو او وړو کاروباریانو ته یې ګټه ورسېږي.

 

د ننګرهار باغوانان وايي، که د اوبو، معیاري سرو، سړو خونو او مارکیټونو اسانتیاوې ورته برابرې شي، نو د مالټو پیداوار او له دې لارې د دوی آمدن نور هم زیاتېدلی شي.