نیویارک (شال نیوز) : امریکايي یوټیوبر او ژوندۍ خپرونې جوړوونکي، سنیکو ویلي، له افغانستانه تر بېرته ستنېدو وروسته د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایفبيآی) او نورو فدرالي چارواکو ترې شاوخوا اته ساعته پوښتنې کړې او برېښنايي وسایل یې هم ترې ضبط کړي دي.
سنیکو د نومبر په ۲۲مه په یوه ژوندۍ خپرونه کې ویلي، د متحده عربي اماراتو په هوايي ډګر کې درې ساعته او له هغه وروسته په نیویارک کې پنځه ساعته تر پوښتنو لاندې و.
نوموړي ویلي، د چارواکو له خوا یې موبایل او یو شمېر نور برېښنايي وسایل ضبط شوي او د موبایل له نیول کېدو شاوخوا ۴۸ ساعته تېر شوي، خو لا هم بېرته نه دی ورکړل شوی.
هغه زیاته کړې، د موبایل د نهشتون له امله ان د خوړو د فرمایش او د تګ راتګ د تنظیم په برخه کې له ستونزو سره مخ شوی دی. سنیکو په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی و او د خپل سفر پر مهال یې د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره د لیدنو او خبرو اترو ویډیوګانې خپرې کړې وې.
نوموړي له انس حقاني، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ویاند عبدالقهار بلخي او ځینو نورو کسانو سره هم مرکې او خبرې کړې وې.
د هغه سفر وروسته له هغې له جنجالونو سره مخ شو، چې په خپرو شویو ویډیوګانو کې یې د نجونو د زدهکړو په اړه د نړیوالو راپورونو په تړاو څرګندونې وکړې او ادعا یې وکړه چې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو په اړه ځینې راپورونه د لوېدیځ تبلیغات دي.
یوشمېر طالبانو ورته په افغانستان کې د کوژدنې د برابرولو وړاندیزونه هم کړي وو. د راپورونو له مخې، امریکايي سیاسي فعالې، لورا لومر تر دې سفر وروسته له امریکايي چارواکو غوښتي وو چې د سنیکو فعالیتونه وڅېړي.
نوموړې ادعا کړې چې هغه یې د افغانستان د سفر او له طالب چارواکو سره د اړیکو په تړاو د امریکا د کورني امنیت اړوندو ادارو ته ورپېژندلی دی. خو تر اوسه امریکايي فدرالي چارواکو په رسمي توګه د سنیکو د پوښتنو، د برېښنايي وسایلو د ضبط یا د هغه پر وړاندې د احتمالي څېړنو په اړه څه نه دي ویلي.
سنیکو هم د خپل سفر دفاع کړې او ویلي یې دي چې افغانستان ته یې موخه د دغه هېواد د وضعیت مستندول او له خلکو سره خبرې کول وو.


شال نیوز