کابل (شال نیوز) : د طالبانو په کنټرول کې د اریانا افغان هوایي شرکت مشر وایي، د پاکستان ملت یې د زړه سر دی.
بختالرحمن شرافت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:
“د پاکستان ولس ته خورا درناوی لرم او دغه ملت مې د زړه سر دی. د پاکستان واکدارانو تر ټولو ډېر خپل ولس ځپلی، وهلی او ذلیل کړی دی او هغه تاوان چې دغو چارواکو خپلو خلکو ته اړولی، تر هغه زیات دی چې دوی یې نورو ته رسوي.”
دغه طالب چارواکي زیاته کړې، هغه څوک چې د خپل ولس او ملت هېڅ ډول پروا نه ساتي، هېڅکله به له نورو سره شفقت یا مهرباني ونه کړي. د شرافت په وینا، د اسلاماباد اوسني واکمنان د خپلو وګړو د هوساینې او حقونو په برخه کې بشپړ بېپروا پاتې شوي دي.
د یاد چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د طالبانو او پاکستان د حکومت ترمنځ سیاسي او لفظي ناندرۍ زیاتې شوې دي. ورته مهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه پوځي کړکېچ په بېلابېلو سیمو کې دوام لري.
دغه راز څه باندې یو کال کېږي چې د تګ راتګ ټولې لارې هم تړلې دي.


شال نیوز