پېښور (شال نیوز) : ټرائیبل جرنلسټس کونسل د بر سویلي وزیرستان د سرویکۍ پریس کلب د دوو خبریالانو، شبیر جان او عرفات الله محسود، د مبینه بې درکۍ پېښه غندلې او د هغوی د سمدستي او خوندي خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

 

د راپورونو له مخې، د سرویکۍ پریس کلب صدر او له سنو راډیو سره تړلی خبریال شبیر جان او د پریس کلب فنانس سیکرټري عرفات الله محسود د پېښور د پشته خسره تاڼې په حدودو کې د ولي اباد سیمې څخه نامعلومو وسله والو له خپلو کورونو بیولي دي.

 

ویل کېږي چې وسله وال په یوه سرکاري ډوله ډاله موټر کې راغلي وو. د دواړو خبریالانو کورنۍ د هغوی د بې درکۍ له امله اندېښمنې دي او تر اوسه یې د ځای او حالت په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.

 

د ټرائیبل جرنلسټس کونسل مرکزي صدر صفدر داوړ، جنرل سیکرټري ابراهیم شینواري او نورو عهديدارانو په یوه ګډ بیان کې ویلي چې له کورونو د خبریالانو وړل د صحافت ازادۍ ته ګواښ دی او د خبریالانو د وېرولو هڅه ګڼل کېږي.

 

هغوی ویلي چې د خبریالانو تحفظ د حکومت او اړوندو ادارو ذمه واري ده او باید هغوی ته له وېرې او فشار پرته د خپلو مسلکي ذمه واریو د ترسره کولو موقع ورکړل شي.

 

د سویلي وزیرستان دوه خبریالان په پېښور کې ناپېژانده وسله والو له کوره بیولي
د سویلي وزیرستان دوه خبریالان په پېښور کې ناپېژانده وسله والو له کوره بیولي

 

کونسل د پېښې د شفافو پلټنو او د ذمه وارو کسانو پر ضد د قانوني کارروایۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د سرویکۍ پریس کلب له خوا د هر ډول قانوني احتجاج او راتلونکې لائحې ملاتړ به کوي.

 

بلخوا د ایریا ډویلپمنټ سیکرټریټ د اطلاعاتو مشیر محمود جان بابر ویلي چې د دواړو خبریالانو د بې درکۍ په اړه یې له ایډیشنل آی جي احسن اقبال سره خبرې کړې دي.

 

نوموړي ډاډ ورکړی چې د خبریالانو د پیدا کولو او خوندي ستنولو لپاره هڅې روانې دي او له اړوندو چارواکو سره به خپلې رابطې جاري ساتي. تر اوسه دا نه ده معلومه شوې چې دواړه خبریالان چا او ولې بیولي دي. د پېښې په اړه د پولیسو رسمي دریځ هم مخې ته نه دی راغلی.