کابل (شال نیوز) : د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، رباب فاطمې د هېواد د سیاسي بهیر پر پرمختګ ټینګار کړی دی. هغې  پر اېکس ویلي چې د سیاسي بهیر پیاوړتیا او پرمختګ کولای شي د افغانستان د شته ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.

 

یوناما وايي، رباب فاطمې د افغانستان د وضعیت د ارزونې او د بېلابېلو قشرونو د ستونزو او غوښتنو د اورېدو په موخه ننګرهار، بامیان او کندهار ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

 

د دغو سفرونو پر مهال نوموړې له طالب چارواکو، ښځو، ځوانانو، قومي مشرانو او له ګاونډیو هېوادونو څخه له راستنېدونکو افغان کډوالو سره لیدلي او د هغوی نظرونه او اندېښنې یې اورېدلې دي.

 

فاطمې د راستنېدونکو افغان کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی چې د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا ده. هغې همداراز د راستنېدونکو لپاره د اوږدمهاله او دوامدارو حل‌لارو پر موندلو ټینګار کړی څو وکولای شي په خپلو سیمو کې بېرته عادي ژوند پیل کړي.

 

د یوناما د مشرې په وینا، بېکاري، اقتصادي ستونزې او د اقلیمي بدلونونو اغېزې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له جدي ننګونو څخه دي چې د خلکو پر ورځني ژوند یې ناوړه اغېز کړی دی.

 

هغې د دغو ستونزو د هواري لپاره د سیاسي بهیر د پرمختګ، د خلکو د غوښتنو اورېدو او د دوامدارو حل‌لارو موندلو پر اهمیت ټینګار کړی دی.