کابل (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (یو این او ډي سي) په خپله نوې ارزونه کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې د اپینو د بیو ترمنځ د پام وړ توپیر د نشهيي توکو د قاچاقبرو لپاره د ګټې اخیستنې نوي فرصتونه رامنځته کړي او په دې توګه یې د کورني قاچاق د پراختیا انګېزه پیاوړې کړې ده.
دغه ادارې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، په افغانستان کې د نشهيي توکو د قاچاق شبکې په دوامداره توګه د مالي ګټو او اقتصادي فرصتونو په لټه کې دي او د اپینو د بیو ترمنځ اوسنی توپیر د دغو شبکو لپاره زمینه برابروي، چې نشهيي توکي له یوه ولایت څخه بل ولایت ته ولېږدوي او له دې لارې خپلې ګټې زیاتې کړي.
د یاد بنسټ په باور، کله چې د افغانستان په یوه سیمه کې د اپینو بیې ټیټې او په بله سیمه کې لوړې وي، قاچاقبران له دغه توپیر څخه د ګټې اخیستنې هڅه کوي. هغوی نشهيي توکي له هغو سیمو څخه چې بیې پکې ټیټې وي، هغو بازارونو ته لېږدوي چې د پلور بیې پکې لوړې وي.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په ارزونه کې ټینګار شوی چې د بیو دغه ډول ناانډولي یوازې یوه اقتصادي موضوع نه ده، بلکې د نشهيي توکو د کورني قاچاق د بهیر د چټکتیا او د غیرقانوني سوداګرۍ د شبکو د فعالیتونو د پیاوړتیا لامل هم کېدای شي.
د راپور له مخې، د قاچاقبرو لپاره د ګټې اخیستنې دغه فرصتونه د نشهيي توکو د لېږد رالېږد لارې او د هغوی د فعالیت ساحې پراخولای شي. په دې توګه، که څه هم د اپینو بیې په بېلابېلو سیمو کې توپیر لري، خو قاچاقي شبکې هڅه کوي له همدې توپیر څخه د خپلو مالي ګټو د زیاتولو لپاره کار واخلي.
ملګرو ملتونو په داسې حال کې د اپینو د بیو ترمنځ د توپیر او د کورني قاچاق د پراختیا په اړه اندېښنه څرګندوي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې د کوکنارو پر کښت او د نشهيي توکو پر تولید بندیز اعلان شوی و.


شال نیوز