اترپردېش (شال نیوز) : د هند د اترپردېش ایالت په سهارنپور سیمه کې پولیسو په تېروتنه د مجلس اتحاد المسلمین ګوند مشر اسدالدین اویسي ته د درناوي سلامي ورکړې ده.
د راپورونو له مخې، پولیسو غوښتل د سترې محکمې یوه قاضي ته سلامي وړاندې کړي، خو د اویسي د امنیتي ډلې په لیدو یې نوموړی له قاضي سره اشتباه کړی دی.
ویل کېږي، اویسي د شنبې په ورځ سرکټ هاوس ته له رسېدو وروسته د پولیسو سلامي ومنله او بیا له هغه ځایه ولاړ. د پېښې په غبرګون کې د هند د پارلمان غړي جان بریټاس په طنزیه ډول د بي جي پي پر حکومت نیوکه کړې ده.
بلخوا، د سهارنپور د پولیسو مشر د پېښې په اړه د پلټنو امر کړی دی.


شال نیوز