اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف به د نومبر له ۳۰مې نېټې څخه روسیې او ایران ته پرلهپسې رسمي سفرونه وکړي.
د راپورونو له مخې، وزیراعظم شهباز شریف به د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په بلنه د درې ورځني رسمي سفر لپاره مسکو ته ورسېږي، چېرته به د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ لیدنه او د دوه اړخیزو اړیکو او ګډو ګټو پر موضوعاتو د لوړې کچې خبرې اترې ترسره شي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د وزیراعظم د روسیې سفر ځانګړی اهمیت لري، ځکه تمه ده چې نوموړی به ولسمشر ولادیمیر پوتین ته بلنه ورکړي چې راتلونکی کال پاکستان ته خپل لومړی رسمي سفر وکړي.
ویل کېږي چې دغه بلنه به د شانګهای د همکارۍ سازمان د دولتونو د مشرانو په راتلونکې غونډه کې د ګډون لپاره وي، چې ټاکل شوې په اسلاماباد کې د راتلونکي کال په سپټمبر میاشت کې ترسره شي.
د پاکستان او روسیې ترمنځ د همکاریو پراختیا
د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو مشران به د سوداګرۍ، انرژۍ، کلتور، دفاع، امنیت او د ولسونو ترمنځ د اړیکو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم تر دې وړاندې څرګنده کړې چې پاکستان له روسیې سره د اوږدمهاله او څو اړخیزې ستراتیژیکې ملګرتیا د رامنځته کولو غوښتونکی دی.
د وزیراعظم شهباز شریف د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو لپاره د نویو لارو موندل بلل شوي دي.
د روسیې له سفر وروسته به وزیراعظم ایران ته هم سفر وکړي، خو د ایران د سفر د مهالوېش او نورو رسمي جزئیاتو په اړه په ورکړل شوي راپور کې نور معلومات نه دي وړاندې شوي.


شال نیوز