بنو (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې د سولې او امنیت په تړاو پر روانې جرګې د کواډکاپټر برید شوی چې له امله یې لس کسان ټپیان شوي دي.

 

د پولیسو په وینا، پېښه د هوید تاڼې په حدودو کې د ګلبدین لنډي ډاک په سیمه کې هغه مهال شوې چې د سیمې د امن کمېټې غړي او مشران د امنیتي وضعیت په اړه جرګه کې راټول شوي وو.

 

د سرچینو په وینا، جرګه د خیبي ملک په مشرۍ روانه وه چې په همدې مهال پرې د درېیو کواډکاپټرونو بریدونه شوي او ورپسې په سیمه کې ډزې هم پیل شوې دي.

 

پولیس وايي، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول کېږي او د ژغورنې ادارې کارکوونکي هم د ټپیانو د انتقال چارې پر مخ وړي. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړې او د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي.

 

د یادونې وړ ده چې د هوید سیمه د بنو ښار په شاوخوا ۲۰ کیلومترۍ کې پرته ده.