نوښار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د نوښار ضلعې په چراټ سیمه کې د واده د مراسمو پر مهال د ډزو په پېښه کې د وژل شوو کسانو شمېر څلورو ته رسېدلی دی.

 

د پولیسو د سرچینو په وینا، دا پېښه د چراټ د شاه کوټ پایان په طورخېل محله کې شوې، چې د واده پر مهال د یوې معمولې خبرې له امله شخړه رامنځته شوه او وروسته دواړو خواوو پر یو بل ډزې وکړې.

 

پولیس وايي، په دې پېښه کې یو پلار، د هغه زوی او یو بریدګر په موقع وژل شوي وو، جبکہ دوه لارویان سخت ژوبل شوي وو.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، په ژوبلو کسانو کې ۲۲ کلن شیروز شاه، د قادر شاه زوی، د پېښور لېډي ریډنګ هسپتال ته وړل شوی و، خو هلته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

 

د شیروز شاه له مړینې سره په دې پېښه کې د وژل شوو کسانو شمېر څلورو ته ورسېد. د پېښې د نورو ژوبلو کسانو د روغتیايي حالت په اړه تازه معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

پولیسو تر اوسه د شخړې د بشپړ علت او د پېښې په تړاو د قانوني کارروایۍ نور تفصیل نه دی خپور کړی.