کوهاټ (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ضلعې په ګمبټ سیمه کې پولیسو، پوځ او د رېونیو محکمې په ګډو عملیاتو کې د سرو زرو د ناقانونه استخراج ۳۰۰ مرکزونه او له ۱۰۰ څخه زیات واړه او لوی پلانټونه ړنګ کړي دي.

 

د پولیسو چارواکي وايي، د عملیاتو پر مهال په سیمه کې جوړې شوې مورچې او بنکرونه هم ړنګ کړل شوي او سیمه یې له ناقانونه کان کیندونکو پاکه کړې ده.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، دا عملیات د خیبر پښتونخوا د ګورنر فیصل کریم کنډي او د پولیسو د مشر ذوالفقار حمید په هدایاتو، د کوهاټ د ډي آی جي شاکر داوړ تر څارنې لاندې ترسره شوي دي.

 

د عملیاتو مشري د کوهاټ د پولیسو مشر اېس اېس پي رای مظهر اقبال کوله، چې د پاکستان د پوځ افسرانو او د رېونیو محکمې چارواکو هم پکې برخه اخیستې وه.

 

پولیس وايي، په ګمبټ کې یې د سرو زرو د ناقانونه استخراج لپاره جوړ شوي ۳۰۰ مرکزونه ړنګ کړي او له ۱۰۰ څخه زیات هغه پلانټونه یې هم له منځه وړي چې له شګو او خاورو څخه د سرو زرو د راایستلو لپاره کارېدل.

 

د پولیسو په وینا، په سیمه کې د ناقانونه کان کیندونکو ټولې مورچې او بنکرونه هم ړنګ کړل شوي دي. چارواکو ادعا کړې چې له دغو عملیاتو وروسته یې ټوله سیمه پاکه کړې او د سرو زرو د ناقانونه استخراج خلاف به یې کارروایۍ دوام لري.

 

خو پولیسو دا نه دي ویلي چې د عملیاتو پر مهال یې څومره کسان نیولي او یا یې څومره مشینري قبضه کړې ده. په کوهاټ کې دا عملیات په داسې حال کې شوي چې د نومبر په ۱۱مه د ضلعې په دربو کچ سیمه کې د ناقانونه کان کیندنې خلاف کارروایۍ ته پر روانو پولیسو وسله وال برید شوی و.

 

په دغه برید کې د ډي اېس پي حیدر زمان په ګډون لږ تر لږه لس پولیس وژل شوي وو. له دې پېښې وروسته د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي په کوهاټ کې د سرو زرو د ناقانونه استخراج په اړه ویلي وو چې هره میاشت په لویه کچه سره زر راایستل کېږي او د دې کاروبار یوه لویه برخه له افغانستان سره تړلې ده.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې په ګمبټ کې د تازه عملیاتو پر مهال د ناقانونه کان کیندنې د کاروبار اصلي چلوونکي هم نیول شوي دي او که نه.