کابل (شال نیوز) : د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر، حافظ ضیاءاحمد تکل ویلي، د دوی وزیر، مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی به د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په اتلسمه سرمشریزه غونډه کې ګډون وکړي.

 

تکل پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، ټاکل شوې دغه سرمشریزه د روان میلادي کال د ډسمبر په درېیمه او څلورمه د ایران په پلازمېنه تهران کې د غړو هېوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړه شي.

 

د ایکو سرمشریزه داسې مهال جوړېږي چې پاکستان د نومبر په ۱۶مه په اسلام‌اباد کې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د ۳۰مې غونډې کوربه‌توب وکړ. خو پاکستان په اسلام‌اباد کې د بهرنیو چارو وزیرانو دې غونډې ته د طالبانو حکومت نه و وربللی.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د افغانستان غړیتوب د ایکو د دارالانشا له خوا ځنډول شوی او اسلام‌اباد د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني. خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي چارواکو ویلي چې افغانستان د تهران راتلونکې سرمشریزې ته بلل شوی او په هغه کې به ګډون وکړي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د اسلام‌اباد په غونډه کې د ۲۰۳۵م کال لپاره د اقتصادي همکاریو ستراتیژیک اهداف تصویب شول. د دغو اهدافو اساسي تمرکز د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پراختیا، ترانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پیاوړتیا، د انرژۍ په برخه کې همکاري، پانګونه او اقتصادي یووالي دی.

 

پاکستان د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د ایکو دوره‌یي مشري هم پر غاړه اخیستې ده او د «د پیاوړي او مقاوم ایکو لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ بیا ژوندي کول» یې د خپلې مشرۍ شعار ټاکلی دی. دغه هېواد به په ۲۰۲۷ کال کې د ایکو ۱۹مه سرمشریزه هم کوربه‌توب وکړي.

 

اقتصادي همکاریو سازمان په ۱۹۸۵ کال کې د پاکستان، ایران او ترکیې له خوا جوړ شو او په ۱۹۹۲ کال کې یې غړیتوب د افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون لسو هېوادونو ته پراخ شو. د دغه سازمان اساسي موخه د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانسپورټ، انرژۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پراختیا ده.