اسلام اباد (شال نیوز) : پاکستانۍ ورځپاڼې، ډان راپور ورکړی چې له افغانستان سره د ۲۰۲۵م کال له اکټوبر میاشتې راهیسې د سوداګرۍ درېدو، د تولیدي لګښتونو زیاتوالي او په سیمه کې د جګړو پایلو د پاکستان د صادراتو پر وده منفي اغېز کړی دی.
د پاکستان د احصایې ادارې د شمېرو له مخې، د روان ۲۰۲۶م کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د نساجۍ او جامو صادراتو محدوده وده کړې ده، چې د سوداګریزو ستونزو او د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو یې مهم لاملونه بلل شوي دي.
ډان ورځپاڼه لیکي، له افغانستان سره د سوداګرۍ ځنډېدل او د منځني ختیځ هېوادونو ته د پاکستاني صادراتو کمېدل د دغه هېواد د صادراتو د ودې د ټکني کېدو له مهمو عواملو څخه دي.
د راپور له مخې، پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د درېدو له امله نه یوازې د یوه مهم ګاونډي بازار له لاسه ورکولو له ستونزې سره مخ شوی، بلکې د سیمې نورو بازارونو ته یې د صادراتو بهیر هم له ننګونو سره مخ شوی دی.
ورځپاڼه زیاتوي، له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزې ستونزې، د برېښنا او انرژۍ په ګډون د تولیدي لګښتونو زیاتوالی او سیمهییزې جګړې د پاکستاني تولیداتو د سیالۍ وړتیا کمزورې کړې ده.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ۲۰۲۵م کال په اکټوبر کې د امنیتي ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکنۍ سوداګرۍ او ترانزیټي تګ راتګ بهیر له جدي خنډونو سره مخ شو، چې د دواړو خواوو سوداګرو او ټرانسپورټي شرکتونو ته یې مالي زیانونه واړول.
افغانستان د پاکستان لپاره د خوراکي توکو، درملو، ساختماني موادو، نساجۍ او نورو تولیداتو له مهمو بازارونو څخه ګڼل کېږي؛ له همدې امله د سوداګرۍ اوږدمهاله ځنډ د پاکستان پر صادراتو سربېره د افغانستان پر وارداتو او د سیمې پر سوداګریزو اړیکو هم اغېز لرلای شي.
اقتصادي شنونکي په عمومي توګه د سیمهییزې سوداګرۍ پراختیا د صادراتو د ودې او اقتصادي ثبات لپاره مهمه بولي، خو د سیاسي او امنیتي اختلافاتو دوام د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ راتلونکی له ناڅرګند وضعیت سره مخ کوي.


شال نیوز