پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړیکو سلاکارې ثمر هارون بلور ویلي چې له افغانستان سره به سوداګري تر هغه وخته بېرته پیل نه شي، څو د پاکستان امنیتي اندېښنې نه وي لرې شوې او د افغانستان له خاورې پر پاکستان د وسله والو بریدونه نه وي بند شوي.
ثمر هارون بلور ویلي چې د تورخم او چمن په ګډون د سوداګریزو لارو بېرته پرانیستل له امنیتي حالاتو او د افغان طالبانو له حکومت سره له عملي همکاریو سره تړلي دي.
هغې له طالبانو غوښتي چې پاکستان ته ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د هغو وسله والو ډلو له خوا نه کارول کېږي چې په پاکستان کې بریدونه کوي.
د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې دا هم ویلي چې په صوبه کې لا هم امنیتي ګواښونه موجود دي، خو د پولیسو د ګزمو زیاتېدو او د امنیتي ادارو ترمنځ د رابطو ښه کېدو د امنیتي حالاتو په ښه کولو کې مرسته کړې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم او چمن په ګډون مهمې سوداګریزې لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي نښتو او سیاسي اختلافاتو له امله تړل شوې دي.
د دغو لارو بندېدو د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ اغېز کړی او سوداګر، ټرانسپورټران، موټرچلوونکي او د سرحدي سیمو اوسېدونکي یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد کارولو ته نه پرېږدي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستلو لپاره تر اوسه کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان شوې.


شال نیوز