کوټه (شال نیوز) : ډاکټر حافظ علاؤالدین سارنګزي ویلي چې ديني مدرسې د کوم شخص، کورنۍ یا سیاسي ګوند ملکیت نه دی، بلکې د ټول مسلمان امت ګډ علمي او ديني میراث دی او باید د سیاسي ګټو لپاره ونه کارول شي.
نوموړي د نومبر په ۲۱مه په کوټه پریس کلب کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ديني مدرسو د جوړېدو بنیادي مقصد د قرآن او سنتو تعلیم، د اسلامي ارزښتونو ساتنه او د نوي نسل ديني او اخلاقي تربیه ده.
هغه وویل چې د جمعیت علمای اسلام (ف) په ګډون هېڅ سیاسي ګوند حق نه لري چې ديني مدرسې او د هغوی زده کوونکي د خپلو سیاسي مقصدونو لپاره وکاروي. ډاکټر سارنګزي تور پورې کړ چې ځینې سیاسي ګوندونه د مدرسو له غریبو زده کوونکو د خپلو سیاسي ګټو لپاره کار اخلي او هغوی په سیاسي احتجاجونو کې ګډون ته هڅوي.
نوموړي له جمعیت علمای اسلام (ف) څخه وغوښتل چې د مدرسو زده کوونکي خپلو تعلیمونو ته پرېږدي او په سیاسي شخړو کې یې ښکېل نه کړي. هغه پر جمعیت علمای اسلام (ف) نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې دغه ګوند د سېنېټ او نورو انتخاباتو ټکټونه شتمنو کسانو ته ورکوي، خو سیاست د مدرسو د غریبو زده کوونکو په نوم کوي.
د هغه په وینا، د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې اوس د جمعیت علمای اسلام (ف) هېڅ دیني عالم استازیتوب نه کوي. ډاکټر سارنګزي وویل چې د بلوچستان د ديني مدرسو زیاتره مهتممین او علما د هغه د دریځ ملاتړ کوي او نور علما هم ورسره اړیکې نیسي.
هغه زیاته کړه چې ديني مدرسې باید د حکومت، ریاستي ادارو یا بلې ډلې پر ضد د سیاسي احتجاجونو او مخالفتونو لپاره ونه کارول شي. نوموړي له حکومته وغوښتل چې د ديني مدرسو مالي او تعلیمي ملاتړ وکړي، د استادانو د تنخواګانو او تعلیمي لګښتونو ذمه واري واخلي او زده کوونکو ته د جدید تعلیم اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه په ځانګړي ډول په مدرسو کې د کمپیوټرونو، لېپ ټاپونو او عصري علومو د تدریس غوښتنه وکړه. ډاکټر سارنګزي وویل چې د ټولو ديني وفاقونو او مدرسو خپلواکي باید وساتل شي او د مدرسو اړوند پرېکړې دې د سیاسي فشار پر ځای د مشورې او ګډې موافقې له لارې وشي.
نوموړي ټینګار وکړ چې ديني مدرسې باید د تعلیم، تربیې او د مسلمانانو د یووالي مرکزونه وي، نه د سیاسي زور ښودلو او مخالفتونو میدانونه. د جمعیت علمای اسلام (ف) د ډاکټر سارنګزي د دغو تورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی


نعيم اچکزئي