بارکھان (شال نیوز) : د بلوچستان په بارکھان ضلعه کې پولیسو د دوو چاپو پر مهال د درې کسانو د مړو د موندلو خبر ورکړی او د قتل په مقدمه کې یې د بلوچستان اسمبلۍ غړی او پخوانی صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کھیتران د مرکزي ملزم په توګه نومولی دی.

 

د پولیسو په وینا، د سردار عبدالرحمان کھیتران د یوه ساتونکي له نیولو وروسته د تحقیقاتو پر مهال نوي معلومات ترلاسه شوي دي. پولیس وايي، د نیول شوي ساتونکي په نشاندهۍ دوه ورځې وړاندې د بارکھان په بغاؤ سیمه کې د سردار عبدالرحمان کھیتران پر کور چاپه ووهل شوه، چې پر مهال یې د یوې جینۍ او یوه هلک مړي وموندل شول.

 

د دغو دوو کسانو د قتل په مقدمه کې د سردار عبدالرحمان کھیتران ترڅنګ د هغه د دوو زامنو، سلام شاه او رؤف شاه، نومونه هم شامل شوي دي. د پولیسو په وینا، د تحقیقاتو په لړ کې تېره ورځ د بارکھان په حاجي کوټ سیمه کې د سردار عبدالرحمان کھیتران پر یوه بل کور هم چاپه ووهل شوه. پولیس ادعا کوي چې د دې کارروایۍ پر مهال یې یو بل مړی هم موندلی دی.

 

پولیسو ویلي چې په دوو بېلابېلو ځایونو کې یې ټول درې مړي موندلي او د پېښې په اړه یې تحقیقات روان دي. تر اوسه د وژل شویو کسانو د پېژندګلوۍ، د هغوی د وژنې د علت او د پېښې د وخت په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي. سردار عبدالرحمان کھیتران تر دې وړاندې هم د شخصي زندانونو او د خلکو د غیرقانوني ساتلو له تورونو سره مخ شوی و.

 

په ۲۰۲۳ کال کې هم په بارکھان کې د درې کسانو د مړو موندلو پراخ احتجاجونه راپارولي وو. نوموړی وروسته له هغې مقدمې بری شوی و. په تازه پېښه کې د سردار عبدالرحمان کھیتران او د هغه د دوو زامنو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی. پولیس وايي، د درې واړو کسانو د وژنې د څرنګوالي او په پېښه کې د نورو ممکنه لاس لرونکو کسانو د معلومولو لپاره تحقیقات روان دي.