سوات د طبیعي ښکلا له امله ځانګړی شهرت لري، خو ملم جبه یې له هغو سیمو ده چې د طبیعت ښکلا پکې په ځانګړي ډول لیدل کېږي. د لوړو ونو، شنو ځنګلونو او زړه راښکونکو منظرو دا سیمه هر کال د ګڼو سیلانیانو پام ځان ته اړوي. راځئ د عصمت علي اخون په ملتیا د ملم جبې ښکلي طبیعي مناظر وګورو او د دې سیمې له رنګینو ښکلاوو خوند واخلو.