اسلام اباد (شال نیوز) : د زرګونو هغو زده‌ کوونکو د اسانتیا لپاره چې د تعلیمي اسنادو د تصدیق له اوږدو او ستونزمنو پړاوونو سره مخ دي، د لوړو زده کړو کمېسیون پرېکړه کړې چې د ډګریو د انلاین تصدیق په بهیر کې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د تصدیق کولو اسانتیا هم شامله کړي.

 

د وړاندیز شوې اسانتیا له مخې، هغه زده‌ کوونکي چې د خپلو ډګریو د تصدیق لپاره انلاین غوښتنلیکونه وړاندې کوي، له هغوی څخه به دا پوښتنه هم کېږي چې ایا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د خپلو اسنادو تصدیق ته هم اړتیا لري او که نه؟

 

د دې نوې اسانتیا له لارې به زده‌ کوونکي د غوښتنلیک د لومړني پړاو پر مهال د بهرنیو چارو وزارت له لوري د تصدیق اړتیا هم څرګندولی شي، چې په دې سره به د تعلیمي اسنادو د تصدیق او کره‌والي بهیر لا منظم او همغږی شي.

 

د دې نوې اسانتیا له معرفي کېدو وروسته تمه ده چې د اسنادو د تصدیق بهیر به لا اسانه او منظم شي، د زده‌ کوونکو وخت او هڅې به سپما شي او له غیر ضروري ستونزو او دفتري چارو څخه به هم خلاص شي.

 

د لوړو زده کړو کمېسیون هڅه کوي چې خپل انلاین سیستم په دوامداره توګه نوي کړي او زده‌ کوونکو ته چټک، روڼ او د نوې ټکنالوژۍ پر بنسټ خدمات وړاندې کړي.

 

د چارواکو په وینا، دا نوښت د لوړو زده کړو کمېسیون د ډیجیټلي بدلون د پراخ پلان برخه ده، چې موخه یې زده‌کوونکو ته د ټولو اړوندو خدماتو انلاین برابرول او په دې برخه کې د اسانتیا، روڼتیا او اغېزمنتیا زیاتول دي.

 

تمه ده چې د دې نوې اسانتیا له معرفي کېدو سره به هر کال په ټول هېواد کې د اسنادو د تصدیق لپاره غوښتنلیک ورکوونکي زرګونه زده‌ کوونکي ترې ګټه پورته کړي.