اسلام اباد (شال نیوز) : د پرتګال د دولت او بهرنیو چارو وزیر، پالو رانګل د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په رسمي بلنه د نومبر په ۲۲مه پاکستان ته رسېدلی دی.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پالو رانګل د نومبر له ۲۲مې تر ۲۳مې پورې د دغه هېواد په رسمي سفر دی او د اسلام‌اباد په هوايي ډګر کې د اروپا په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې منشي، سفیرې عایشې علي هرکلی کړی دی.

 

د خبرپاڼې له مخې، د پرتګال د بهرنیو چارو وزیر به د خپل سفر پر مهال د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د دواړو هېوادونو د پلاوو په کچه خبرې وکړي او د پاکستان له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره به هم وګوري.

 

په خبرپاڼه کې راغلي، پالو رانګل له ځان سره د سوداګرو یو پلاوی هم ملګری کړی څو په اسلام‌اباد کې د پاکستان او پرتګال د سوداګرۍ په لومړي ګډ فورم کې ګډون وکړي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د ټولو برخو د ارزونې، د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د اړیکو د پیاوړتیا لپاره فرصت برابر کړي.