اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان صدر اصف علي زرداري د خېبر پښتونخوا لپاره پنځه آرډیننسونه منظور کړي دي چې له مخې یې د صوبايي اسمبلۍ د غړو یو شمېر قانوني تحفظات ختم شوي او د پرمختیايي منصوبو د منظورولو او عملي کولو لپاره ځانګړو کمېټو ته واکونه ورکړل شوي دي.

 

د صدر دفتر د نومبر په ۲۱مه د دغو آرډیننسونو د منظورۍ خبر ورکړی دی. په منظور شوو آرډیننسونو کې دوه د پرمختیايي منصوبو، یو د صوبايي اسمبلۍ د غړو د واکونو او مراعاتو، یو د دیني مدرسو د رجسټرېشن او بل د صوبايي اسمبلۍ د سپیکر او ډپټي سپیکر د تنخواګانو او مراعاتو په اړه دی.

 

د صوبايي اسمبلۍ د غړو قانوني تحفظات کم شول

 

د نوي آرډیننس له مخې، د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د غړو د واکونو، استثناوو او مراعاتو په قانون کې بدلونونه راوستل شوي دي. د دې قانون له ۴۰ مادو څخه ۲۱ مادې ختمې شوې دي.

 

په دغو مادو کې هغه قانوني تحفظات هم شامل دي چې د صوبايي اسمبلۍ د غړو د احتیاطي نیولو په اړه وو او په ځینو حالاتو کې یې د هغوی د نیولو لپاره د اسمبلۍ د سپیکر اجازت ضروري ګرځولی و.

 

د دې ترڅنګ د نیول شوو غړو د اسمبلۍ غونډو ته د حاضرېدو او د اسمبلۍ د استحقاق په اړه هم ځینې قانوني مادې ختمې شوې دي. د پرمختیايي منصوبو لپاره ځانګړې کمېټې د صدر له خوا منظور شوي دوه آرډیننسونه د خېبر پښتونخوا د پرمختیايي منصوبو په اړه دي.

 

د یوه آرډیننس له مخې به د صوبې په ۱۲ ټاکل شوو ضلعو کې د پرمختیايي او بیارغونې منصوبو لپاره ځانګړې کمېټه جوړیږي چې چیئرمېن، وائس چیئرمېن او نور غړي به یې وزیراعظم ټاکي.

 

د دویم آرډیننس له مخې به د صوبې د نورو ضلعو لپاره جلا کمېټه جوړیږي چې غړي به یې د خېبر پښتونخوا ګورنر ټاکي. دغو کمېټو ته د پرمختیايي منصوبو د ټاکلو، منظورولو، د فنډونو د استعمال د څارنې او د منصوبو د عملي کولو لپاره د ادارو د انتخاب واکونه ورکړل شوي دي.

 

د آرډیننسونو له مخې، دغه کمېټې د پرمختیايي منصوبو د عملي کولو لپاره د پوځ اړوندو ادارو نومونه هم سفارش کولی شي. په دغو قوانینو کې دا هم ویل شوي چې د ځانګړو کمېټو پرېکړې به د صوبې د سرکاري خریداریو او د سرکاري او شخصي شعبو د ګډو منصوبو پر ځینو موجوده قوانینو برلاسی حیثیت لري.

 

د دیني مدرسو د رجسټرېشن په قانون کې بدلون

 

په یوه بل آرډیننس کې د دیني مدرسو د رجسټرېشن په قانون کې بدلون راوستل شوی دی. د نوي قانون له مخې، هغه دیني مدرسې چې د وفاقي تعلیم وزارت د دیني تعلیم له ډائریکټورېټ سره رجسټرډ دي، یا هلته د رجسټرېشن وړ دي، د صوبې د سوسائټیز رجسټرېشن قانون لاندې به جلا رجسټرېشن ته اړتیا نه لري.

 

پنځم آرډیننس د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د سپیکر او ډپټي سپیکر د تنخواګانو، الاؤنسونو او نورو مراعاتو په اړه دی.

 

د صوبايي واکونو په اړه پوښتنې

 

دا آرډیننسونه په داسې وخت کې منظور شوي چې په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج له نافذېدو وروسته د صوبايي حکومت د واکونو او د منتخب نمائندګانو د کردار په اړه بحثونه روان دي.

 

د پرمختیايي منصوبو لپاره د وزیراعظم او ګورنر له خوا د ځانګړو کمېټو ټاکل او د صوبايي اسمبلۍ د غړو د قانوني تحفظاتو کمول د صوبايي خودمختارۍ او د منتخب نمائندګانو د واکونو په اړه نوې پوښتنې راپورته کوي.

 

صدر اصف علي زرداري د دغو پنځو آرډیننسونو ترڅنګ ۱۲ وفاقي بلونه هم منظور کړي دي. تر اوسه د دغو آرډیننسونو په اړه د خېبر پښتونخوا د صوبايي حکومت او د پاکستان تحریک انصاف تازه رسمي دریځ نه دی ترلاسه شوی.