پاړه چنار (شال نیوز) : د کورمې ضلعې په پاړه چنار کې د وژل شوي خبریال جنان حسین، نورو وفات شوو خبریالانو او د سیمې د وژل شوو کسانو په یاد غونډه شوې، چې ګډونوالو پکې د خبریالانو د کورنیو لپاره د مالي مرستو او د هغوی د ستونزو د هوارولو غوښتنه کړې ده.

 

دغه غونډه د کورمې پریس کلب په ودانۍ کې جوړه شوې وه، چې پکې د ضلعي انتظامیې چارواکو، قبایلي مشرانو، دیني عالمانو، خبریالانو او د سیاسي او سماجي تنظیمونو استازو ګډون کړی و.

 

غونډې ته د اېریا ډیویلپمنټ سېکرټرېټ د اطلاعاتو سلاکار محمود جان بابر، اېډیشنل ډپټي کمشنر ریلیف ډاکټر محمد علي، د پریس کلب چیئرمېن علي افضل افضل، قبایلي مشرانو حاجي ضامن حسین، حاجي یونس علي، جلال بنګش، ساجد کاظمي او مسرت بنګش ویناوې وکړې.

 

ویناوالو وویل، جنان حسین او نورو خبریالانو د کورمې د خلکو د ستونزو په راپورته کولو او د هغوی د غږ تر چارواکو رسولو کې مهم کردار ادا کړی دی.

 

د اطلاعاتو سلاکار محمود جان بابر په خپل ویډیويي پیغام کې وویل، د جنان حسین او نورو وژل شوو خبریالانو کورنیو ته د شهید پیکج ورکولو او د هغوی د نورو ستونزو د هوارولو لپاره به اقدامات کوي.

 

نوموړي وویل، د خبریالانو د ستونزو په هوارولو کې به ورسره هر ممکن تعاون کوي. اېډیشنل ډپټي کمشنر ریلیف ډاکټر محمد علي غونډې ته وویل، خبریالي د ټولنې د ستونزو په څرګندولو او د هغو د حل لپاره د چارواکو پام راګرځولو کې مهم کردار لري.

 

قبایلي مشرانو حاجي ضامن حسین، حاجي یونس علي او جلال بنګش هم د کورمې د خلکو د ستونزو په راپورته کولو کې د خبریالانو د خدماتو ستاینه وکړه.

 

ساجد کاظمي او مسرت بنګش له حکومته غوښتنه وکړه چې د جنان حسین کورنۍ ته دې ژر تر ژره د شهید پیکج ورکړل شي او د هغوی د نورو ستونزو د هوارولو لپاره دې عملي ګامونه پورته شي.

 

د غونډې په پای کې ګډونوالو د جنان حسین او نورو وفات شوو خبریالانو یاد تازه کړ او ویې ویل چې د کورمې خبریالان به د سیمې د خلکو ستونزې او غوښتنې تر اړوندو چارواکو رسولو ته دوام ورکوي.