میرعلي (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان په میرعلي تحصیل کې له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې د روانو پوځي عملیاتو پر مهال ځايي خلکو شکایت کړی چې د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ لپاره د لنډمهاله لارو جوړولو له امله یې د غنمو فصلونو ته زیان رسېدلی او کرنیزې ځمکې یې خرابې شوې دي.

 

د سیمې اوسېدونکي وايي، د دوی د روزګار او د کورنیو د ګوزارې لویه وسیله کرنه او مالداري ده، خو د روانو پوځي عملیاتو له امله نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن شوی، بلکې اوس یې کرنیز فصلونه هم له زیان سره مخ دي.

 

 

د ځايي کروندګرو په وینا، امنیتي ځواکونو د خپلو موټرو او نورو پوځي وسایطو د تګ راتګ لپاره په ځینو کرنیزو ځمکو کې لنډمهاله لارې جوړې کړې دي چې له امله یې د غنمو فصلونه تر پښو لاندې شوي دي.

 

 

دوی وايي، د غنمو کرلو لپاره یې پر تخمونو، سرې او د ځمکو پر تیارولو پیسې لګولې دي، خو اوس وېره لري چې د فصلونو د خرابېدو له امله به یې د ټول کال خواري او لګښتونه ضایع شي.

 

 

ځايي خلک وايي، په میرعلي او شاوخوا کلیو کې ګڼې کورنۍ پر کرنه تکیه لري او که فصلونه یې همداسې خرابېږي، نو د دوی اقتصادي ستونزې به نورې هم زیاتې شي.

 

 

کروندګر غوښتنه کوي چې امنیتي ځواکونه دې د عملیاتو پر مهال د کرنیزو ځمکو او فصلونو ساتنې ته پام وکړي، د وسایطو د تګ راتګ لپاره دې له موجوده لارو کار واخلي او د زیانمنو شوو فصلونو د تاوان جاج دې واخیستل شي.

 

 

د ځايي خلکو په وینا، د سیمې اوسېدونکي له وړاندې د پوځي عملیاتو او د تګ راتګ د محدودیتونو له امله له ستونزو سره مخ دي او د کرنیزو فصلونو خرابېدل به یې اقتصادي مشکلات نور هم زیات کړي.

 

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې په میرعلي کې څومره کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې او د اوښتي مالي زیان اندازه څومره ده. د ځايي خلکو د دغو شکایتونو په اړه د امنیتي ځواکونو او ضلعي انتظامیې دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.