میرعلي (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د وروستیو پوځي عملیاتو له امله د زیانمنو شوو سړکونو او نورو بنیادي اسانتیاوو د بحالۍ لپاره د پنځه اربه روپیو پرمختیايي پیکج په تیارولو کار پیل شوی دی.

 

د علاقايي پرمختیايي کونسل وایس چیئرمېن ملک خان مرجان وزیر وايي، د پېښور کور کمانډر لېفټیننټ جنرل نعیم اختر د شمالي وزیرستان د دورې پر مهال د سیمې د خلکو د یو شمېر غوښتنو د منلو او پرمختیايي منصوبو د منظورۍ اعلان شوی دی.

 

د نوموړي په وینا، په دغو منصوبو کې د سړکونو بیارغونه، په هسپتالونو کې د طبي اسانتیاوو زیاتول، د تعلیمي ادارو جوړول او د پوځي عملیاتو له امله د زیانمنو شوو کورونو او جوماتونو بحالي شامل دي.

 

ملک خان مرجان وايي، کور کمانډر ته یې په شمالي وزیرستان کې پر پرمختیايي منصوبو د لګېدلو بندیزونو د ختمولو او په بکاخېل کېمپ کې د مېشتو بې کوره خلکو خپلو سیمو ته د بېرته ستنولو غوښتنې هم وړاندې کړې، چې د منظورۍ ډاډ یې ورکړل شوی دی.

 

د صحت په برخه کې د میرانشاه او میرعلي په هسپتالونو کې د ډایلاسز او تلیسیمیا مرکزونو جوړول، د اېم آر آی، سي ټي سکین او جدیدو اېکسرې مشینونو برابرول او د رزمک او دوسلي هسپتالونو فعالول هم په اعلان شوو منصوبو کې شامل دي.

 

د دې ترڅنګ د دته خېلو د بجلي ګرېډ سټېشن جوړول، کلیو ته د ګېس پایپ لاین غځول او د زیانمنو شوو سوداګرو د نقصانونو معاوضې ورکول هم په دغو غوښتنو کې شامل وو. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په میرعلي کې د ۳۸ نه تر ۴۵ کلومیټرو پورې د اتو مهمو سړکونو د بیړنۍ بیارغونې منظوري ورکړل شوې ده.

 

په دغو سړکونو کې د خجوري نه تر حیدرخېلو، د حیدرخېلو نتاسي، هرمز موسکي، ګنډي عیسوري، خدي بای پاس، میرعلي چوک، پتسي او د میرعلي نه تر حسوخېلو پورې سړکونه شامل دي.

 

همداراز له ټل څخه تر میرعلي پورې د سړک د پاتې کار بشپړولو او له ټل کلي څخه تر بویا پورې د ټوچي پار سړک د پرانیستلو منظوري هم اعلان شوې ده. ملک خان مرجان وايي، د پوځي عملیاتو پر مهال د زیانمنو شوو کورونو، جوماتونو، سکولونو، مدرسو او نورو ودانیو د بیارغونې غوښتنه هم منل شوې ده.

 

په تعلیمي برخه کې د پاک ترک سکولونو له خوا د شمالي وزیرستان د ۱۰۰ زده کوونکو لپاره د سکالرشپونو ورکولو او په دوسلي تحصیل کې د ډګري کالج او هاسټل جوړولو اعلان هم شوی دی. نوموړی وايي، د سیمې له مشرانو او خلکو سره په مشوره د نورو ستونزو د معلومولو لړۍ روانه ده، څو د هغو د حل لپاره هم منصوبې وړاندې شي.

 

دا اعلانونه په داسې حال کې شوي چې په میرعلي کې له تېرو شاوخوا دوو اونیو راهیسې پوځي عملیات روان دي. ځايي خلک وايي، د عملیاتو له امله یې کاروبارونه او کروندې اغېزمنې شوې دي او په ځینو سیمو کې د تګ راتګ له ستونزو سره مخ دي.

 

که څه هم د پرمختیايي منصوبو د منظورۍ اعلان شوی، خو تر اوسه د پنځه اربه روپیو پیکج د رسمي منظورۍ، د پیسو د ځانګړي کولو او د کارونو د پیل په اړه تفصیل نه دی ورکړل شوی. د دغو اعلانونو په اړه د صوبايي حکومت خپلواک دریځ هم نه دی ترلاسه شوی.