اسلام اباد (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو دوو ادارو په یوه ګډ راپور کې خبرداری ورکړی چې د ګلګت بلتستان نهه ضلعې د سختې یخنۍ، درنو واورو، د غرونو د ښویېدو او د سړکونو د بندېدو له خطر سره مخ دي.

 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او اېم) د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو د ژمي لپاره په خپل ګډ راپور کې ویلي چې د پاکستان په شمالي غرنیو سیمو کې سخته یخني او واورې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کولی شي.

 

په راپور کې د ګلګت بلتستان استور، دیامر، غذر، ګانچې، کھرمنګ، سکردو، شګر، نګر او هنزه هغه نهه ضلعې یادې شوې دي چې د ژمي پر مهال بیړنیو مرستو ته اړتیا لرلی شي.

 

د ملګرو ملتونو ادارې وايي چې په دغو سیمو کې د واورو ورېدو او د غرونو د ښویېدو له امله د سړکونو بندېدل د خوراکي توکو، درملو او نورو ضروري سامانونو رسول ستونزمنولی شي.

 

په راپور کې ویل شوي چې په هنزه او یو شمېر نورو غرنیو سیمو کې زلزلو، سېلابونو او نورو قدرتي افتونو کورونو، سړکونو او د خلکو روزګار ته زیانونه رسولي دي. د سخت ژمي په راتګ سره د دغو سیمو د اوسېدونکو ستونزې نورې هم زیاتېدلی شي.

 

د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، په ټول پاکستان کې ۵۳ ضلعې د ژمي د مرستو لپاره په لومړیتوب کې شاملې شوې دي. راپور وايي چې په دغو سیمو کې شاوخوا ۴۱ لکه او ۳۰ زره کسان د ژمي له سختو حالاتو اغېزمنېدلی شي، خو مرستندویه ادارو په لومړي پړاو کې اته لکه او ۲۶ زره کسان د مرستو لپاره په نښه کړي دي.

 

د ملګرو ملتونو ادارې پلان لري چې شاوخوا یو لک او ۱۸ زره کورنیو ته کمپلې، تودې جامې، بسترې او د ژمي نور ضروري سامانونه ورسوي. خو د دغه پلان د عملي کولو لپاره د پیسو کموالی یوه لویه ستونزه ده.

 

د راپور له مخې، د ژمي د مرستو لپاره شاوخوا ۳۵ لکه او ۴۰ زره ډالرو نورې بودیجې ته اړتیا ده، په داسې حال کې چې تر اوسه نږدې شپږ لکه او ۳۰ زره ډالر موجود دي.

 

بلخوا د پاکستان د قدرتي افتونو د انتظام ادارې د موسمي اټکلونو له مخې، د قراقرم، هندوکش او همالیا په غرنیو سیمو کې د واورو ورېدو او د سختې یخنۍ امکان شته.

 

د ژمي پر مهال د ګلګت بلتستان په یو شمېر لرې پرتو کلیو کې سړکونه د واورو له امله بندېږي چې ورسره د خلکو تګ راتګ، کاروبار، تعلیم او روغتیايي خدمتونه اغېزمنېږي.

 

ملګري ملتونه: ال نینو د دسمبر تر میاشتې زور اخیستلی شي، د وچکالۍ او سېلابونو اندېښنې
ملګري ملتونه: ال نینو د دسمبر تر میاشتې زور اخیستلی شي، د وچکالۍ او سېلابونو اندېښنې

 

د ملګرو ملتونو ادارې وايي چې د مرستو په وېش کې به هغو کورنیو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې د قدرتي افتونو له امله یې کورونه زیانمن شوي، بې‌ځایه شوې دي او یا پکې ماشومان، سپین ږیري او معذوره کسان ژوند کوي.

 

په راپور کې له مرستندویه ادارو او نړیوالو مرسته کوونکو غوښتنه شوې چې د سخت ژمي له پیل مخکې د مرستو لپاره ضروري پیسې او سامانونه برابر کړي، څو د واورو له امله د لارو تر بندېدو وړاندې لرې پرتو سیمو ته مرستې ورسول شي.

 

د ملګرو ملتونو دغه راپور د ژمي د احتمالي خطرونو او د خلکو د اړتیاوو ارزونه ده. په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې د ګلګت بلتستان په ټولو نهو ضلعو کې دې اوس مهال بیړنی حالت اعلان شوی وي.