پبي (شال نیوز) : د پاکستان او اندونیزیا د پوځي ځواکونو ترمنځ د ترهګرۍ ضد مبارزې ګډ مشقونه د خیبر پښتونخوا په پبي سیمه کې پای ته ورسېدل.

 

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي آر) د نومبر په ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د «ایلنګ سټرایک-۳» په نوم دغه ګډ پوځي مشقونه د نومبر په نهمه د ترهګرۍ ضد مبارزې په ملي مرکز کې پیل شوي وو.

 

د پوځ په وینا، د دغو مشقونو مقصد د پاکستان او اندونیزیا د پوځي ځواکونو ترمنځ د ترهګرۍ ضد عملیاتو تجربې شریکول، د ګډو عملیاتو وړتیا لوړول او د پوځیانو مسلکي مهارتونه پیاوړي کول وو.

 

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دواړو هېوادونو پوځي ځواکونو د مشقونو پر مهال د ترهګرۍ ضد عملیاتو په بېلابېلو برخو کې ګډه روزنه ترلاسه کړه او خپلې تجربې یې له یو بل سره شریکې کړې.

 

د پاکستان پوځ ویلي چې دغه مشقونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو د پیاوړتیا یوه برخه ده. د پوځ په وینا، پاکستان او اندونیزیا غواړي په راتلونکي کې هم د ګډو پوځي مشقونو او روزنیزو پروګرامونو له لارې خپلې دفاعي اړیکې لا پراخې کړي.