نیویارک (شال نیوز) : په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق له ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې خپلو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو د بېرته ستنېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

 

فایق په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې افغان ښځینه کارکوونکې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ننوتلو او خپلو دندو د ترسره کولو اجازه نه لري.

 

نوموړي د دغه بندیز دوام د جدي اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې دا کار نه یوازې د ښځینه کارکوونکو له بنیادي حقونو او مسلکي حیثیت سره په ټکر کې دی، بلکې د برابرۍ او له توپیر پرته د چلند هغه اصول هم تر پښو لاندې کوي چې د ملګرو ملتونو په منشور کې ځای لري.

 

فایق ویلي، ملګري ملتونه باید د خپلو افغان ښځینه کارکوونکو د حقونو د خوندي کولو لپاره ګډ او پرېکنده اقدامات وکړي، څو هغوی وکولای شي له کوم خنډ او توپیر پرته خپلو دندو ته ستنې شي.

 

هغه ټینګار کړی چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې هر ډول اړیکې باید د خلکو د حقونو د ساتنې پر بنیاد ولاړې وي او له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو محرومول باید د یوه عادي حالت په توګه ونه منل شي.

 

ګارډین: طالبانو نارینه ډاکټران د ښځینه ناروغانو له درملنې منع کړي
ګارډین: طالبانو نارینه ډاکټران د ښځینه ناروغانو له درملنې منع کړي
شنونکو شبکه: د افغانستان په حکومتي ادارو کې د ښځو کاري ونډه ۱۰ سلنه کمه شوې
شنونکو شبکه: د افغانستان په حکومتي ادارو کې د ښځو کاري ونډه ۱۰ سلنه کمه شوې

 

نصیر احمد فایق له ملګرو ملتونو دا غوښتنه هم کړې چې په افغانستان کې د روان بشري او سیاسي بحران د هواري لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. نوموړي ویلي چې خبرې اترې، نړیواله همکاري او ډیپلوماسي د افغانستان د ستونزو د حل لپاره مهمې دي.

 

فایق هیله څرګنده کړې چې د نړیوالې ډیپلوماسۍ له لارې به د داسې افغانستان د جوړېدو زمینه برابره شي چې خلک یې په سوله او ثبات کې ژوند وکړي او له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري. په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر تعلیم، کار او په عامه ژوند کې پر ګډون ګڼ بندیزونه لګېدلي دي.

 

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم د دغو بندیزونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې او ویلي یې دي چې د ښځینه کارکوونکو پر کار محدودیتونه اړمنو ښځو او نجونو ته د بشري مرستو رسولو چارې له ستونزو سره مخ کوي. د فایق د تازه څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت غبرګون لا نه دی څرګند شوی.