کابل (شال نیوز) : د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو حکومت د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې نارینه ډاکټران د ښځینه ناروغانو له معاینې او درملنې منع کړي دي؛ هغه محدودیت چې د ښځو روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی لا ستونزمن کړی او ګڼې ښځې یې له درملنې بېبرخې کړې دي.
راپور وايي، که څه هم طالبانو په رسمي او عمومي ډول د نارینه ډاکټرانو له خوا د ښځو پر درملنې د بندیز اعلان نه دی کړی، خو د دغې ورځپاڼې له ښځو او ډاکټرانو سره د مرکو له مخې، یاد محدودیتونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې عملي کېږي.
د راپور له مخې، یو شمېر ډاکټرانو ویلي، د طالبانو امنیتي ځواکونه روغتیايي کلینیکونو ته ورځي او نارینه ډاکټرانو ته خبرداری ورکوي چې د ښځینه ناروغانو د درملنې په صورت کې به زنداني شي.
ګارډین په خپل راپور کې د فریدې په نوم د یوې ۳۷ کلنې ښځې کیسه هم راخیستې چې د روان میلادي کال په لومړیو کې له خپلې کورنۍ سره له ایران څخه هرات ته راستنه شوې ده.
د راپور له مخې، فریدې د غاښونو د سخت درد له امله د هرات ښار د بکرآباد سیمې یوه د غاښونو کلینیک ته مراجعه کړې وه. د غاښونو ډاکټر له معاینې وروسته ورته ویلي وو چې د هغې څو غاښونه باید وایستل شي او پر ځای یې ایمپلنټ یا مصنوعي غاښونه ولګول شي.
کلینیک د فریدې لپاره د درملنې څو پړاویزه پروګرام هم جوړ کړی و او ټاکل شوې وه، چې د درملنې لګښت له مخکې ورکړي. خو کله چې فریده د ایمپلنټ لګولو لپاره د درېیم ځل په موخه کلینیک ته ورغله، د کلینیک مسوولانو ورته وویل، د اوس لپاره یې د درملنې دوام نه شي ورکولای او باید بېرته کور ته ولاړه شي. هغوی ورسره ژمنه کړې وه چې که ستونزه حل شوه، بیا به ورسره اړیکه ونیسي.
د ګارډین د راپور له مخې، دغه وضعیت په افغانستان کې د ښځو لپاره روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې د مخ پر زیاتېدونکو ستونزو یوه بېلګه ده؛ داسې محدودیتونه چې په ځانګړي ډول د ښځینه ډاکټرانو کمښت ته په پام، د ښځو روغتیا او درملنه له جدي ګواښونو سره مخ کولای شي.


شال نیوز