پېښور (شال نیوز) : د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې د پاکستان د سیاسي او اقتصادي ستونزو حل په رڼو انتخاباتو کې دی او تر هغو چې د ولس حقیقي استازو ته واک نه وي سپارل شوی، په هېواد کې سیاسي ثبات نه شي راتلای.

 

نوموړي په پېښور هایکورټ بار ایسوسی اېشن کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د هېواد پر سیاسي نظام، د صوبو پر اختیارونو، د قبایلي ضلعو پر وضعیت او د حکومت پر تګلارو سختې نیوکې کړې دي.

 

مولانا فضل الرحمان ویلي، د پاکستان له جوړېدو نږدې ۸۰ کاله تېر شوي، خو د هېواد بېلابېل سیاسي او فکري مکتبونه لا هم له مایوسۍ سره مخ دي. د هغه په وینا، په ۱۹۷۳ کال کې اسلامي نظریاتي کونسل جوړ شو، خو تر اوسه یې پر سپارښتنو قانون سازي نه ده شوې.

 

نوموړي ویلي، که د پاکستان اقتصاد، صادرات، د روپۍ ارزښت او ګراني وکتل شي، نو څرګندېږي چې هېواد له څومره ستونزو سره مخ دی. هغه زیاته کړې چې د هېواد د هرې ستونزې پړه پر سیاستوالو اچول کېږي، خو واک او اختیار د هغوی په لاس کې نه وي.

 

مولانا فضل الرحمان ویلي: «سیاستوال پر داسې آس سپاره کړل شوي چې واګې یې د نورو په لاس کې دي.» د جمعیت علمای اسلام مشر د پخوانۍ فاټا له خېبر پښتونخوا سره پر انضمام هم نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د دې پرېکړې اختیار باید د قبایلي سیمو خلکو ته ورکړل شوی وای.

 

هغه پوښتنه کړې چې له انضمام وروسته په قبایلي ضلعو کې د تعلیم، صحت او نورو بنیادي اسانتیاوو په برخه کې کوم بدلون راغلی دی؟ نوموړي ادعا کړې چې په قبایلي سیمو کې د شنبې او اتوار په ورځو کرفیو لګول کېږي او په همدې ورځو کې له دغو سیمو قیمتي شتمنۍ ایستل کېږي.

 

خو هغه د خپلې دې ادعا په ملاتړ کوم مشخص ثبوت نه دی وړاندې کړی او نه یې ویلي چې له کومو سیمو کومې شتمنۍ ایستل کېږي. مولانا فضل الرحمان ویلي، حکومت په خېبر پښتونخوا کې د امن د ښه کېدو دعوې کوي، خو له بلې خوا د سیاسي مشرانو امنیتي ساتنه بېرته اخلي.

 

هغه پوښتنه کړې چې که امنیت ښه شوی وي، نو بیا د امنیتي ساتنې د بېرته اخیستو اړتیا ولې پیدا شوې ده؟ نوموړي په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج د لګولو پر بحث هم نیوکې کړې دي.

 

هغه ویلي، که په خېبر پښتونخوا کې د بدامنۍ له امله د ګورنر راج خبره کېږي، نو په بلوچستان کې هم امنیتي ستونزې شته، خو هلته ورته اقدام نه کېږي.

 

مولانا فضل الرحمان د بلوچستان د معدنیاتو د قانون یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې په بلوچستان کې د معدنیاتو اړوند بل منظور شوی، خو په خېبر پښتونخوا کې ورته قانون نه دی منظور شوی.

 

هغه ویلي، د صوبو د اختیارونو لپاره اوږده مبارزه شوې، خو اوس یو ځل بیا د صوبو د وېش خبرې کېږي. د جمعیت علمای اسلام مشر له تحریک انصاف سره د خپلو پخوانیو خبرو تفصیل هم بیان کړی دی.

 

نوموړي ویلي، له عمرې تر راستنېدو وروسته د تحریک انصاف یوه وفد ورسره ملاقات کړی و او خپلې غوښتنې یې ورته وړاندې کړې وې. د هغه په وینا، وروسته وزیراعظم د ملاقات بلنه ورکړه او ده له خپل پلاوي سره ورغی.

 

مولانا فضل الرحمان ویلي، د تحریک انصاف غوښتنې یې حکومت ته وړاندې کړې او د حکومت دریځ یې هم واورېد. هغه ادعا کړې چې تحریک انصاف د خپلو غوښتنو د منلو په صورت کې د لانګ مارچ ختمولو ته چمتو و، خو ورته وویل شول چې وفاقي کابینې د ګورنر راج د لګولو پرېکړه کړې ده.

 

نوموړي ویلي، که په هغه وخت کې د تحریک انصاف غوښتنې منل شوې وای، نو سیاسي کړکېچ به دومره نه و زیات شوی. مولانا فضل الرحمان د پوځ په اړه ویلي چې ګوند یې د پوځ مخالف نه دی او غواړي چې د پاکستان دفاعي ځواک د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې پیاوړی وي.

 

خو هغه زیاته کړې چې پوځ باید د خپل ولس پر وړاندې نه، بلکې د هېواد د دښمنانو پر وړاندې پیاوړی وي. نوموړي پر موجوده اسمبلیو هم نیوکې کړې او ویلي یې دي چې هغه اسمبلیانې چې د ولس د حقیقي رایو پر بنیاد نه وي جوړې شوې، د خلکو خدمت نه شي کولای.

 

هغه ویلي: «جعلي اسمبلیانې د ولس نه، بلکې د طاقتورو طبقو خدمت کولای شي.»

 

مولانا فضل الرحمان په هېواد کې د پانګونې هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې له حکومتي دریځ سره د اختلاف له امله د خلکو پر ضد د دوسیو جوړول د منلو وړ نه دي. هغه ویلي چې ټول عمر یې په سیاسي مبارزه کې تېر کړی او که حکومت یې زندان ته لېږل غواړي، نو له زندانه وېره نه لري.

 

د جمعیت علمای اسلام مشر ټینګار کړی چې د پاکستان د سیاسي بې ثباتۍ، اقتصادي ستونزو او آئيني اختلافونو د ختمولو لپاره باید د ولس رایې ته درناوی وشي او رڼو انتخاباتو ته لاره هواره کړل شي.