کابل (شال نیوز) : د افغانستان شنونکو شبکه وايي، په افغانستان کې په حکومتي ادارو کې د ښځو حضور د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پرله‌پسې توګه کم شوی او زرګونه ښځینه کارکوونکې له خپلو دندو ګوښه شوې دي.

 

دې شبکې د نومبر په پنځمه په یوه تازه څېړنیز راپور کې ویلي، په ملکي ادارو کې د ښځو کاري ونډه په ۲۰۲۰م کال کې ۲۶ سلنه وه، خو په ۲۰۲۶م کال کې ۱۶ سلنې ته راټیټه شوې ده.

 

د راپور له مخې، دا کموالی د دولتي ادارو په بېلابېلو برخو کې د ښځو د ګوښه کولو او د نارینه‌وو د ګومارنې د زیاتېدو له امله رامنځته شوی دی. راپور زیاتوي، طالبان هڅه کوي ښځینه کارکوونکې له دولتي ادارو څخه لرې کړي، خو د روغتیا او پوهنې په څېر برخو کې د ښځو د اړتیا له امله لا هم یو شمېر ښځې په خپلو دندو بوختې دي.

 

د افغانستان شنونکو شبکې د راپور له مخې، اوس هم لسګونه زره ښځې په حکومتي ادارو کې کار کوي چې ډېری یې په لومړنیو ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه دندې ترسره کوي. خو په نورو دولتي ادارو کې د ښځو حضور د پام وړ کم شوی دی.

 

په راپور کې راغلي، د لوړو زده‌کړو وزارت په څېر ځینو ادارو کې چې پخوا یې زرګونه ښځینه استادانې او کارکوونکې لرلې، د ښځو د ګوښه کولو بهیر په ځانګړې توګه چټک و. دغه راز، یو شمېر ښځینه کارکوونکې له خپلو پخوانیو دندو ټیټو بستونو ته لېږدول شوې او د ځینو نورو معاشونه هم کم شوي دي.

 

د راپور له مخې، د دندو له لاسه ورکولو او د عوایدو کمېدو د دغو ښځو پر اقتصادي وضعیت، د کورنیو پر ژوند او رواني روغتیا منفي اغېزې کړې دي. د افغانستان شنونکو شبکې په دغه څېړنه کې له ۱۲ ښځینه کارکوونکو سره مرکې کړې چې شپږ یې له دولتي دندو ګوښه شوې او شپږ نورې لا هم په دولتي ادارو کې کار کوي.

 

د راپور موندنې ښيي چې د ښځو د کاري فرصتونو محدودېدل یوازې د هغوی پر شخصي ژوند اغېز نه کوي، بلکې د افغان کورنیو اقتصادي ستونزې هم زیاتوي او د هېواد په دولتي ادارو کې د ښځینه مسلکي کادرونو حضور کمزوری کوي.