جنیوا (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې نړیواله اداره وايي، د ال نینو په نوم موسمي بدلون د روان کال تر دسمبر میاشتې زور اخیستلی شي، چې له امله یې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کي د تودوخې لوړېدو، وچکالۍ او سختو بارانونو امکان شته.
ال نینو هغه موسمي بدلون دی چې د ارام سمندر په منځنیو او ختیځو برخو کي د اوبو د تودوخې له لوړېدو سره رامنځته کېږي. دغه بدلون د نړۍ په ګڼو سیمو کي د بارانونو او تودوخې پر حالاتو اغېز کوي.
د ال نینو اغېزې په ټولو هېوادونو کي یو شان نه وي. په ځینو سیمو کي وچکالي او په نورو کي سخت بارانونه او سېلابونه رامنځته کېدای شي. د خېبر پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان لپاره د دې موسمي بدلون د احتمالي اغېزو معلومولو ته جلا سیمهییزو وړاندوینو ته اړتیا ده.
د اکتوبر په اتمه د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې په خپاره کړي راپور کي ویل شوي چې د ارام سمندر په ځینو برخو کي د اوبو تودوخه د معمول په پرتله ۳ اعشاریه ۷ درجې لوړېدلی شي. د ادارې په وینا، که دا وړاندوینه سمه ثابته شي، نو ال نینو به د ثبت شویو معلوماتو له مخې تر ټولو زورورو پېښو څخه وي.
اداره وايي، ال نینو ښايي د ۲۰۲۷ کال تر فبرورۍ پورې دوام وکړي. د نړۍ د هوا پېژندنې ادارې له هېوادونو غوښتي چې د سختې ګرمۍ، وچکالۍ او سېلابونو د احتمالي خطرونو لپاره چمتووالی ونیسي.


شال نیوز