کابل (شال نیوز) : د ایشیا ټایمز نړیوالې ورځپاڼې په یوه تازه شننه کي ویلي چې په افغانستان کي د طالبانو پر ضد وسله وال مقاومت له شمالي ولایتونو څخه د هېواد جنوبي، ختیځو او لوېدیځو سیمو ته غځېدلی او د طالبانو د واکمنۍ لپاره یې نوې امنیتي ستونزې پیدا کړې دي.

 

د جنوبي ایشیا د امنیتي چارو څېړونکې سایمه افضل د اکتوبر پر اتمه په خپره کړې شننه کي لیکلي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کي د افغانستان واک ترلاسه کړ، خو د دوی د واکمنۍ پر ضد د وسله والو ډلو فعالیتونه اوس د پخوا پرتله په ډېرو سیمو کي لیدل کېږي.

 

د شننې له مخې، د روان کال په اګست او سپتمبر میاشتو کي د طالبانو مخالفو وسله والو ډلو د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کي د ۱۱۹ بریدونو ادعا کړې ده. په دغو ډلو کي د افغانستان متحده جبهه، د افغانستان د آزادۍ جبهه، ملي مقاومت جبهه، د افغانستان د خپلواکۍ جبهه او د افغانستان زرغون بهیر شامل دي.

 

د راپور له مخې، د پخواني افغان جنرال سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحده جبهې د ۵۹ عملیاتو ادعا کړې ده. د افغانستان د آزادۍ جبهې د ۲۹، ملي مقاومت جبهې د ۱۱ او نورو ډلو هم د یو شمېر بریدونو خبر ورکړی دی.

 

امرالله صالح : افغانستان د کورنۍ جګړې پړاو ته داخل شوی، د پراخېدو خطر یې شته
امرالله صالح : افغانستان د کورنۍ جګړې پړاو ته داخل شوی، د پراخېدو خطر یې شته

 

دغه شمېرې د مخالفو ډلو پر خپلو ادعاوو ولاړې دي او ټول بریدونه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي. له شماله د طالبانو جنوبي مرکزونو ته د ایشیا ټایمز په شننه کي د پخواني افغان جنرال سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان د متحده جبهې فعالیتونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

 

دغه جبهه چې د روان کال په اګست کي یې وسله وال فعالیتونه پیل کړي، په هلمند، کندهار، نیمروز، غور، بادغیس او فاریاب کي د بریدونو ادعاوې کړې دي. لیکواله وايي، د دې جبهې اهمیت یوازې په بریدونو کي نه دی، بلکې په دې کي هم دی چې مشري یې یو پخوانی پښتون افغان جنرال کوي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو کسان ورسره ملګري دي.

 

د شننې له مخې، د طالبانو مخالف وسله وال فعالیتونه پخوا تر ډېره په پنجشېر، بغلان، تخار او بدخشان کي متمرکز وو، خو اوس د طالبانو په دودیزو جنوبي سیمو کي هم د بریدونو ادعاوې کېږي.

 

د طالبانو عمومي بخښنه او پخواني پوځیان

 

ایشیا ټایمز لیکلي چې د طالبانو له خوا د پخوانیو حکومتي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د عمومي بخښنې د اعلان سربېره، د نیونو، وژنو او ځورونو راپورونو د پخوانیو پوځیانو اندېښنې زیاتې کړې دي. د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوناما په تېرو کلونو کي د پخوانیو حکومتي او امنیتي کارکوونکو د نیولو، شکنجې، جبري ورکېدو او وژلو پېښې ثبت کړې دي.

 

د امریکا پوځي مجله «میلیټري»: د طالبانو مخالفو ډلو په افغانستان کې بریدونه زیات کړي
د امریکا پوځي مجله «میلیټري»: د طالبانو مخالفو ډلو په افغانستان کې بریدونه زیات کړي

 

د شننې له مخې، د پخوانیو امنیتي ځواکونو ځینې کسان چې پوځي تجربه، روزنه او سیمه‌ییز معلومات لري، د طالبانو له مخالفو وسله والو ډلو سره یو ځای شوي دي. لیکواله استدلال کوي چې د طالبانو له خوا د پخوانیو امنیتي کارکوونکو ځورول ښايي د دې سبب شي چې ځینې کسان د وسله وال مقاومت لاره غوره کړي.

 

آیا د طالبانو واکمني له خطر سره مخ ده؟

 

ایشیا ټایمز وايي، طالبان لا هم د افغانستان د ټولو ولایتونو مرکزونه په واک کي لري او تر اوسه هېڅ مخالفه وسله واله ډله د کابل د نیولو یا د طالبانو د واکمنۍ د نسکورولو پوځي توان نه لري. د ملګرو ملتونو د سپتمبر په راپور کي هم ویل شوي چې د مې له لومړۍ نېټې د جولای تر ۳۱مې پورې مخالفو ډلو په ۲۱ ولایتونو کي د ۸۸ بریدونو ادعا کړې وه، چې ۵۵ یې تایید شوي وو.

 

احمد مسعود : طالبان به یا د افغانانو غوښتنې مني او یا به له واکه غورځول کېږي
احمد مسعود : طالبان به یا د افغانانو غوښتنې مني او یا به له واکه غورځول کېږي

 

ملګرو ملتونو ویلي چې دغه ډلې تر اوسه د طالبانو د سیمو پر واکمنۍ د پام وړ ګواښ نه دی جوړ کړی. خو د ایشیا ټایمز د شننې له مخې، د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو پراخېدل، د نویو ډلو راڅرګندېدل او د پخوانیو پوځیانو ګډون د طالبانو د امنیتي واکمنۍ لپاره اوږدمهاله ستونزې جوړولی شي.

 

لیکواله وايي، د طالبانو لپاره مهمه پوښتنه یوازې دا نه ده چې اوس پر افغانستان واکمن دي، بلکې دا هم ده چې د دوی د حکومت کولو طریقه به په راتلونکي کي څومره مخالفتونه پیدا کړي. د ایشیا ټایمز دا شننه په داسې وخت کي خپره شوې چې د افغانستان د آزادۍ جبهې د اکتوبر پر اوومه په بدخشان او کاپیسا کي د طالبانو پر ضد د نویو بریدونو ادعاوې کړې دي.

 

د دغو تازه بریدونو د مرګ ژوبلې خپلواکه پخلی نه دی شوی.