کابل (شال نیوز) : د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر او ملي امنیت سلاکار، ډاکتر رنګین دادفر سپنتا جرمني ته د طالب ډیپلوماټانو د سفرونو د اجازې ورکولو له امله نیوکه کړې او دا ګام یې د دوه‌مخي سیاست څرګند ثبوت بللی دی.

 

هغه پر خپل اېکس وايي: “فغان ښځینه ډاکترانې ان په بېړنیو طبي حالتونو کې هم د ښځو له درملنې منع کېږي، خو په همدې وخت کې درې طالب ډیپلوماټانو ته جرمني، دوو ته پاریس او یوه بل ته پراګ ته د سفر اجازه ورکول کېږي.”

 

ډاکتر سپنتا دا وضعیت د هغو هېوادونو ریاکاري بللې چې د نړیوال قانون او ډیموکراسۍ د ارزښتونو د ملاتړ ادعا کوي. هغه زیاته کړې، د لوېدیځ او سیاسي مخالفانو توپیر دا دی چې مخالفان خپل دریځونه په ښکاره بیانوي، خو لوېدیځوال خپلې اصلي موخې د ډیپلوماټیکو اصطلاحاتو تر شا پټوي.

 

خو ډېری اروپاپي هېوادونه وايي، له طالبانو سره تخنیکي ناستې له دې هېوادونو د مجرمو او خطرناکو افغانانو د ایستلو پورې محدود دي او زیاتوي چې دا د طالبانو د رسمیت پېژندنې په مانا نه دي.