کابل (شال نیوز) : د طالبانو دفاع وزیر، محمد یعقوب مجاهد پر اطاعت، نظامي ډسپلین او د دفاعي ځواکونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. مجاهد د خپلو قول اردوګانو او مرکزي قطعاتو له قوماندانانو سره غونډه کې یاده غوښتنه کړې ده.

 

هغه خپلو قوماندانانو ته په خطاب کې وویل: “خپلې چارې د اسلامي نظام د اصولو، نظامي نظم او ډسپلین، اطاعت او مسوولیت‌ پېژندنې پر بنسټ پر مخ یوسئ، د منسوبینو د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړئ او د دفاعي ځواکونو د مسلکي وړتیاوو، چمتووالي او پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړئ.”

 

د دوی دفاع وزارت وایي، دغه غونډه د نظامي لیکو د همغږۍ، اطاعت او ډسپلین د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د طالبانو د بېلابېلو قطعاتو مسوولانو او قوماندانانو خپلې کاري ستونزې، وړاندیزونه او اړتیاوې شریکې کړې.

 

یعقوب مجاهد او د هغه لومړي مرستیال حمیدالله اخندزاده له خپلو قوماندانانو غوښتي چې پوځي چارې پر اصولو، نظم او بشپړ اطاعت مخته یوسي. مجاهد ټینګار کړی چې د منسوبینو د ستونزو حل ته دې جدي پاملرنه وشي او د ځواکونو د مسلکي وړتیاوو او چمتووالي کچه لوړه کړای شي.

 

د طالبانو د پوځ لوی درستیز، قاري فصیح‌الدین فطرت هم په خپلو خبرو کې د جزوتامونو ترمنځ پر همېشنۍ همغږۍ او د نظامي اصولو پر کلک تطبیق ټینګار کړی دی.

 

د دې درې ورځنۍ ناستې په پای کې د طالب ځواکونو د پیاوړتیا، ودې او اصلاحاتو لپاره مهمې پرېکړې هم شوې دي، خو سرچینې د دغو پرېکړو جزئیات نه دي روښانه کړي. دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکي د خپلو وسله والو مخالفو ډلو تحرکاتو اندېښمن کړي او د پراختیا وېره یې لري.