کواله لمپور (شال نیوز) : د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشال سید عاصم منیر مالیزیا ته د رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد له لومړي وزیر انور ابراهیم او نورو لوړپوړو پوځي او دفاعي چارواکو سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دفاعي او امنیتي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

 

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د دوشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۳مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عاصم منیر د مالیزیا په اداري پلازمېنه پوتراجایا کې له لومړي وزیر انور ابراهیم سره کتلي دي.

 

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د پاکستان او مالیزیا پر دوه اړخیزو اړیکو، دفاعي همکاریو او د سیمې او نړۍ پر امنیتي حالاتو خبرې شوې دي. د مالیزیا لومړي وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو او متقابل باور ستاینه کړې او ویلي یې دي چې هېواد یې غواړي له پاکستان سره په دفاعي او امنیتي برخو کې همکاري نوره هم پراخه کړي.

 

عاصم منیر هم په سوېل ختیځه اسیا کې د سولې او ثبات لپاره د مالیزیا رول ستایلی او د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو ترمنځ یې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د پاکستان د پوځ د معلوماتو له مخې، عاصم منیر د مالیزیا له دفاع وزیر محمد خالد بن نوردین سره هم لیدلي دي.

 

په دې کتنه کې د پوځي همکاریو د پراختیا، د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو ترمنځ د اړیکو او د ګډ کار پر نویو فرصتونو خبرې شوې دي. عاصم منیر د مالیزیا د دفاع وزارت ته د رسېدو پر مهال په رسمي مراسمو کې د پوځ له خوا د درناوي ګارډ هم ترلاسه کړی دی.

 

په دغو مراسمو کې د مالیزیا د دفاعي ځواکونو مشر جنرال مالک رزاق سلیمان او د دغه هېواد د ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونو مشرانو ګډون کړی و. د پاکستان پوځ ویلي چې عاصم منیر به د مالیزیا د ملي دفاع مطالعاتو مرکز ته هم ولاړ شي، چېرې چې ټاکل شوې د دغه مرکز د ویاړونو په نوملړ کې د ۲۱م غړي په توګه شامل شي.

 

د خبرپاڼې له مخې، دواړو هېوادونو د لوړپوړو پوځي چارواکو د تګ راتګ، دفاعي همکاریو او د سیمه ییزو او نړیوالو امنیتي موضوعاتو په اړه د خبرو اترو پر دوام هم هوکړه کړې ده.

 

پاکستان او مالیزیا له پخوا راهیسې په پوځي روزنه او دفاعي برخو کې اړیکې لري. د عاصم منیر د اوسني سفر موخه د دغو اړیکو پراخول او د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو ترمنځ د همکاریو لپاره د نورو فرصتونو لټول بلل شوي دي.

 

خو د پاکستان د پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې د کوم نوي دفاعي تړون د لاسلیک کېدو یا د پوځي تجهیزاتو د پېر او پلور په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.