واشنګټن (شال نیوز) : نړیوال بانک ویلي، افغانستان او پاکستان د ډیجیټلي خدمتونو په برخو کې له جدي ننګونو سره مخ دي. د نړیوال بانک د راپور له مخې چې د افغانستان په ګډون د منځني ختیځ، شمالي افریقا او پاکستان د ډیجیټلي عامه زېربناوو او برېښنايي مالي خدمتونو په اړه خپور شوی، افغانستان د سیمې د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې په یادو برخو کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

 

نړیوال بانک زیاتوي، د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان په ګډون له ۲۱ هېوادونو څخه یوازې ۱۲ یې د چټکو تادیاتو سیسټمونه لري. د سرچينې پر اساس، په افغانستان کې د ډیجیټلي پېژندنې، برېښنايي راکړو ورکړو او معلوماتو شریکولو اړوند سیسټمونه لا هم جدي نیمګړتیاوې لري.

 

یاد بانک ویلي، افغانستان، سوریه، لبنان او یمن د هغو هېوادونو له ډلې دي چې د جګړو او بې‌ثباتۍ له امله یې ډیجیټلي زېربناوې زیانمنې شوې دي. د نړیوال بانک راپور له مخې، دې وضعیت مالي خدمتونو، سوداګریزو فرصتونو او عامه خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی دی.