پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د اوقافو، مذهبي او اقلیتي چارو محکمې د اقلیتي ټولنو پر زده کوونکو درې کروړه ۸۷ لکه روپۍ تعلیمي وظیفې وېشلې دي.

 

د نومبر په ۲۳مه په پېښور کې د تعلیمي وظیفو د وېشلو دستوره جوړه شوې وه چې پکې د اوقافو د چارو سلاکار مولانا طیب قریشي، سېکرټري محمد ادریس، اېډیشنل سېکرټري حبیب خان، بشپ ارنسټ جېکب او د اقلیتي ټولنو مشرانو ګډون کړی و.

 

د اوقافو د چارو سلاکار مولانا طیب قریشي دستورې ته په وینا کې وویل چې صوبايي حکومت د اقلیتي ټولنو زده کوونکو ته د لوړو زده کړو لپاره ځانګړې وظیفې ورکوي، څو هغوی د مالي ستونزو له امله له تعلیمه پاتې نه شي.

 

د هغه په وینا، د انټرمیډیټ ۲۴۰ زده کوونکو ته د هر یوه په سر ۶۰ زره روپۍ او د بي اېس ۱۲۰ زده کوونکو ته د هر یوه په سر ۸۰ زره روپۍ ورکول کېږي.

 

نوموړي وویل چې د مسلکي ډګریو ۸۰ زده کوونکو ته د هر یوه په سر یو لک روپۍ، د اېم فل ۲۰ زده کوونکو ته یو لک ۵۰ زره روپۍ او د پي اېچ ډي زده کوونکو ته تر دوه لکه ۵۰ زره روپیو پورې تعلیمي وظیفې ورکول کېږي.

 

مولانا طیب قریشي وویل چې حکومت به ډېر ژر د اقلیتي ټولنو پر زده کوونکو لېپ ټاپونه هم ووېشي او د هغوی لپاره به د ډیجیټل مهارتونو او کوچنګ ځانګړي پروګرامونه پیل کړي.

 

هغه خېبر پښتونخوا د بېلابېلو مذهبونو ترمنځ د همغږۍ له پلوه یوه مثالي صوبه وبلله او ویې ویل چې حکومت غواړي د اقلیتي ټولنو زده کوونکو ته هم د تعلیم او پرمختګ مساوي موقعې برابرې کړي.

 

د اوقافو سلاکار وویل چې په زور د چا مذهب بدلول به ونه زغمل شي او هیچا ته به د داسې کار اجازه ورنه کړل شي. نوموړي د پاکستان په پرمختګ کې د اقلیتي ټولنو د خدماتو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د ستونزو پر مهال د پاکستان ولس د هغوی ترڅنګ ولاړ پاتې شوی دی.

 

مولانا طیب قریشي زیاته کړه چې د تعلیمي وظیفو او مسلکي تربیې د پروګرامونو مقصد د اقلیتي ټولنو له ځوانانو سره مرسته کول دي، څو خپلې زده کړې بشپړې کړي او په راتلونکي کې د روزګار غوره موقعې ترلاسه کړي.