اسلام اباد (شال نیوز) : پاکستانۍ ورځپاڼې، ایکسپرېس ټریبیون د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پاکستان به له طالبانو سره خپلې اوسنۍ تګلارې ته دوام ورکړي، ځکه اسلام‌اباد باور لري چې پر دې ډلې یې فشارونو دروند اغېز کړی دی.

 

د سرچینو په وینا، پاکستان به تر هغه خپلې اوسنۍ تګلارې ته دوام ورکړي څو طالبان د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او نورو وسله‌والو ډلو پر وړاندې څرګند او د تایید وړ اقدامات ونه کړي.

 

ورځپاڼې د باخبره سرچینو په حواله لیکلي، په دوحه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د احتمالي خبرو اترو په اړه راپورونه ناسم دي او اسلام‌اباد اوسمهال د خپلې تګلارې د بدلولو کوم پلان نه لري.

 

سرچینو منلې چې طالبانو په دې وروستیو کې ځینې داسې اقدامات کړي چې ښايي د پاکستان اندېښنو ته د رسېدنې لپاره د دې ډلې لېوالتیا وښيي. د راپور له مخې، د طالبانو چارواکو د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر اړوند وسله‌وال نیولي، خو لا هم د دغو نیونو څرنګوالی او شرایط روښانه نه دي.

 

سرچینه وايي، ښايي دغه اقدامات یوازې نمایشي بڼه ولري، خو بیا هم دا ښيي چې د پاکستان فشارونه ورو ورو د پایلو په ورکولو پیل کوي.

 

ورځپاڼې لیکلي، د طالبانو مشر، هبت‌الله اخندزاده وردګو ولایت ته په خپل وروستي سفر کې له دې امله ناخوښي څرګنده کړې چې ځینې جنګیالي د جهاد په پلمه او د ده له اجازې پرته خپلې سیمې پرېږدي.

 

د راپور له مخې، هبت‌الله ویلي، دغه کسان نه شي کولای ادعا وکړي چې د طالبانو له ډلې سره تړاو لري او خپلو چارواکو ته یې لارښوونه کړې، چې دغه جنګیالي بېرته خپلو سیمو ته ستانه کړي.

 

د ایکسپرېس ټریبیون په لیکنه، د هبت‌الله دغو څرګندونو په اسلام‌اباد کې پام ځانته اړولی، ځکه پاکستان په وار وار ویلي چې طالبان تحریک طالبان پاکستان ته اجازه ورکوي څو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیتونه ترسره کړي.