کوهاټ (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په کوهاټ ضلعه کې وسله والو د کوهاټ ټنل پر ټول پلازه برید کړی چې پکې یو شخصي سیکیورټي ګارډ وژل شوی دی. پولیس وايي، له بریدګرو سره یې ډزې تبادله کړې او د هغوی د نیولو لپاره یې په سیمه کې سرچ عملیات پیل کړي دي.
د کوهاټ پولیسو د معلوماتو له مخې، وسله والو پر ټول پلازه برید وکړ، خو هلته موجودو پولیس اهلکارو یې مقابله وکړه. د ډزو په تبادله کې د ټول پلازې شخصي سیکیورټي ګارډ عبیدالله ووژل شو.
بلخوا شال نیوز ته د پېښې ترلاسه شوې سي سي ټي وي ویډیو کې لیدل کېږي چې وسله وال کسان ټول پلازې ته ننوځي، هلته موجودې پیسې راټولوي او له ځان سره یې وړي. تر اوسه دا نه ده معلومه چې بریدګرو څومره پیسې وړې دي او ایا د پیسو وړل د برید اصلي مقصد و او که نه.
پولیس وايي، د پېښې له اطلاع ترلاسه کولو وروسته یې سیمې ته نوره نفري لېږلې او د بریدګرو د موندلو لپاره یې سرچ عملیات پیل کړي دي. د کوهاټ ډي پي او، ایس ایس پي رای مظهر اقبال، د برید پر مهال د پولیس اهلکارو د کارروایۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې پولیس به د امن د ساتلو او د خلکو د سر او مال د تحفظ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
نوموړي ویلي چې د وسله والو خلاف به کارروایۍ جاري ساتل کېږي او د امن د خرابولو هڅې به نه پرېښودل کېږي. پولیسو بریدګر خوارج بللي، خو تر اوسه یې د هغوی د شناخت، شمېر او له کومې وسله والې ډلې سره د تعلق په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د برید ذمه واري هم تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې. په دې پېښه کې د عبیدالله له وژل کېدو پرته د نورو مرګ ژوبلې اطلاع نه ده ورکړل شوې. تر اوسه دا هم نه ده څرګنده چې بریدګر له سیمې څنګه وتلي او د هغوی د نیولو لپاره روانو عملیاتو کې کوم پرمختګ شوی دی.


علي افضل افضال