بټخېله (شال نیوز) : د ملاکنډ ضلعې بټخېله کې د صفدر شاه پمپ سره نزدې د غنمو نه ډک ټریلر د اوړېدو پېښه کښې دوه کسان ژوبل شوي دي۔
د پېښې تفصیلاتو ترمخه، ټریلر د تله ګنګ نه تیمرګرې ته روان وو چې د شپې ناوخته د صفدر شاه پمپ سره نزدې اوړېدلی دی، چې پکې دوه کسان ژوبل شوي دي۔
د ژوبل کسانو پېژندګلو د صهیب او افضل په نومونو شوې ده، چې دواړه د تله ګنګ اوسېدونکي دي۔ د ریسکیو ۱۱۲۲ ټیم د پېښې ځائے ته رسېدلی، ژوبل کسانو ته ابتدایي طبي امداد ورکړی او د بټخېله ډي ایچ کیو روغتون ته یې منتقل کړي دي۔


محمد انس